فرانس پریس آژانس د پنتاګون په حواله خبر ورکړ چی امریکا د لومړي ځل لپاره د خپلو ټولو اټومی بمونو تعداد وښود چی هغه ۵۱۱۳ دي . پنتاګون پرون رسمأ اعلان وکړ چی موږ د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر تر دیرشمی پوری جمعأ ۵۱۱۳ اټومی بمونه لرلي دي چی دا د ساړه جنګ له وخته ( یعنی د ۱۹۶۹ راهیسی ) ۸۴٪ لږوالی ښیی ، ځکه هغه وخت امریکا ۳۱۲۵۵ اټومی بمونه لرل . پنتاګون زیاتوی چی موږ د ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۹ پوری خپل ۸۷۴۷ اټومی بمونه له منځه وړي او د نورو هېوادو ( خصوصأ چین ) څخه هم کټ مټ غوښتنه کوو .
مخکی مستقلو منابعو د امریکا ټوله اټومی بمونه څه نا څه ۹۰۰۰ ښودلي وو چی د دې جملې څخه ۵۰۰۰ یې فعال او ګوزار ته چمتو بللي وو ، او پنتاګون دا دی هماغه ادعا تصدیق کړه . مستقلو منابعو دا هم ویلی چی امریکا دومره قوي اټومی بمونه لری چی کولای سی د مځکی کره اووه واره ذره ذره کړی ، خو پنتاګون په دې هکله څه نه وایی .