لومړنى ټولنيز نظام، چې انسانانو پېژندلى هغه کورنى نظام دى؛ ځکه، خو اسلام کورني نظام ته ډېره پاملرنه کړې د بريالۍ کورنۍ د رامنځته کولو لپاره يې ځينې اصول او اساسات راښودلي او د کورنۍ هر غړي ته يې ځانته ځانته حقوق او دندې ورکړي، چې له پلي کولو سره يې کورنۍ د بريا خواته درومي.
پدې ټولنيز نظام کې اسلام هر چاته د هغه د شان مطابق حقوق ورکړي او همدارنگه ځينې دندې يې هم ورسپارلي دي.
د کورنۍ جوړښت:
د کورنۍ د جوړيدو لپاره اسلام ځينې لارښوونې لري، چې دا لارښوونې د ښځې له ټاکلو پيلېږي يعنې اسلام موږ ته د ښځې د ټاکلو لپاره ويلي، چې د ښځې ديندارۍ او اخلاقو ته دې ډېره پاملرنه وشي. لکه څنگه، چې نبي علیه السلام په خپل یوه سپېڅلي حديث کې فرمايي:
ښځه د څلورو څيزونو پر بنسټ وديږي:
د وصال لپاره، د دين لپاره، د نسب لپاره او د حسن او ښايست لپاره؛ نو تاسې بايد د ښځې ديانت ته وگورئ او د ديانت لپاره يې واده کړئ.
همدارنگه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
اذا اتاکم من ترضون دينه وخلقه فانکحوه) يعنې که تاسو ته اخلاقي او دينداره ښځه پيدا شوه؛ نو نکاح يې کړئ.
د ښځې له ټاکلو وروسته د مهر په مسئله کې اسلام پر لږ مهر امر کوي او راته لار ښوونه کوي، چې بايد په لږ مهر ښځې واده کړو. لکه څرنگه، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
خير النساء اقلهن مهراً) يعنې ښه ښځه هغه ده، چې لږ مهر ولري.
په لږ مهر کې د اسلام ډېر اهداف او موخې نغښتې دي. مثلاً: په لږ مهر سره ځوانان په آسانۍ کولې شي واده وکړي او له فحشا څخه ځان ليرې کړي او داسې نور.
لکه څرنګه چې اسلام د کورنۍ او ژوندانه په اړخونو کې ارزښتناکې لارښوونې لري همدارنگه دکورني نظام په اړه له ډېر احتياط څخه کار اخلي، چې يوه بريالۍ کورنۍ څرنګه بې له مشکلاتو رامنځته کړي.
د مسلمانې ښځې حقوق:
1. عموماً د واده تقاضا او د ښځې ټاکل د سړي له لوري کېږي، چې اسلام ښځې ته هم د انتخاب او هم د ردولو بشپړ حقوق ورکړي.
۲- اسلام د ښځې د ارزښت د لوړولو لپاره په مهر ورکولو امر کړى، چې دا هم د ښځې له حقوقو څخه شمېرل کېږي.
3. کله، چې يو خاوند او ښځه سره نکاح وکړي؛ پدې وخت کې د ښځې په اړه ځينې مسووليتونه لري، چې په لاندې ډول دي:
ا: خاوند دې د ښځې نفقه ورکړي.
ب: خاوند په کورنۍ کې د امن د راوستو مسوول گڼل کېږي.
ج: خاوند د خپلې ښځې په اړه بشپړ مسوول گڼل کېږي.
د: خاوند دې د ښځې په ارتباط عادل وي او د غوسې پر مهال دې له حلم او نرمۍ څخه کار واخلي.
4. الله جل جلاله فرمايي: (ومن آياته أن خلق لکم من انفسکم ازواجاً لتسکنو اليها و جعل بينکم مودة ورحمة) پدې آيت کې الله تعالى د خاوند په زړه کې د ښځې لپاره يو خاص ځاى او لوى مکانت ورکړى.
همدارنگه د خداى رسول فرمايي:
(خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ وَأَنَا خَيْرُكُمْ لِأَهْلِي )
د خاوند حقوق:
١- د اطاعت او فرمانبردارۍ حق: ښځه بايد د خپل خاوند تابعداره وي او د خاوند له اجازې پرته دې له کوره نه وځي.
٢- ښځه دې دخاوند د مال ساتنه وکړي او د اولادونو ښه روزنه دې وکړي.
٣- د کور منظم کول او برابرول او د اولادونو اخلاقي سمبالښت هم پر ښځې د خاوند له حقوقو څخه شمېرل کېږي.
٤- ښځه دې خپل خاوند ته ځان په ښايسته شکل وروښيي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
(اى امراة ماتت وزوجها عنها راضي دخلت الجنة) يعنې هغه ښځه، چې پداسې حال کې مړه شي، چې خاوند يې ترې راضي وي، جنت ته به دننه شي.
د خاوند او ښځې مشترک حقوق:
١- د کورني ژوند کولو حق
٢- د يو بل دراز او اسرار دساتلو حق.
د اولادونو حقوق:
١- امام غزالي په احياء علوم الدين کې ليکلي، چې: د اولاد لومړى حق پر مور او پلار هغه ته د ښې مور ټاکل دي. يعنې مور يې بايد ښه ښځه وي.
٢- د اولاد بل حق پر مور او پلار پر هغه د ښه نوم اېښودل دي.
٣- د اولادونو له حقوقو څخه د مور شيدې رودل دي.
الله تعالى فرمايي: (والوالدات يرضعن اولادهن حولين کاملين لمن اراد أن يتم الرضاعة).
٤- اسلام د ماشوم په ښه روزلو امر کړې، او دا یې د مور و پلار له مسووليتونو څخه ګڼل کېږي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
(من کانت له ابنة فأدبها فأحسن تأديبها ورباها فأحسن تربيتها و غذاها فأحسن غذاء ها کانت له وقاية من النار) يعنې که چا خپل اولاد ښه و روزه؛ ښه روزنه يې ورکړه، ښه خواړه يې ورکړه، دغه ماشوم به ددې لپاره له اوره نجات وي.
٥- اسلام مونږ ته امر کړې دى، چې که مو اولادونه ځوانۍ ته ورسېدل بايد بستر يې بېل شي. همدارنگه اسلام د ځوانۍ په مرحله کې پر ښې روزنې ډېر ټینګار کوي؛ ځکه همدا د روزنې وخت دى که ښه وروزل شو ښه به وي او که بدشو؛ نو بيا يې ښه کول آسانه کار نه برېښي.
په پاى کې ويلاى شو، چې د اسلام کورني اصول او لارښوونې له ټولو بريالۍ دي او د کورنۍ په پايښت کې مهم رول لوبوي؛ ځکه، چې په لودیځو هېوادو کې یواځې په المان کې دطلاق کچه له %٦٠ سلنې پورته شوې، چې %٣٠ يې دخاوند د خيانت له لامله ده.
همدارنگه مو په لویدځ کې دنسل کمښت وليد، چې يو ټوليز او بنسټیزه ستونزه ده، او دوى هر کال ډېری مسلمانان د مهاجرينو په نامه خپلو هېوادونو ته وړي، چې دوى پرې د خپل هېواد د له منځه وړلو مخه ونيسي.
یادښت: د دغې لیکنې په ليکلو کې د (علم الاجتماع) له کتاب څخه، چې ليکوال يې دکتور مصطفى محمد حسنين دى ګټه اخیستل شوې ده.
—