کور / شعر / غزل

غزل

یاره که بیدار شولو راویښ موکړو ضمیر
نه به مونږه ملامت یو نه به هم زمونږ تقدیر

رقیب چی څه شئ غواړي بس هم هغه دی کوي
زه ځم په خپله لاره په ماضي نه کووم ویر

پرون نه می پند اخلم د سبا په لورې ځمه
ما ټینګ زړه کی ساتلئ دئ جانانه ستا تصویر

دا نن چی می بی خونده دئ پرون راځیني هیر ؤ
څه زما مینه تنکۍ وه او څه ؤ دچا تا ثیر

ما زده دژوند سبق کړلو دهجر توره شپه کی
خوبونه می دمیني کړل ملا غلط تعبیر

صورت می ناقراره دئ په زړه هم آرام نه یم
ډیوې دوصال ګورمه چی شپی می وي شوګیر

نصیب ته تسلیم نه یم دآرمان په نیلئ سپور یم
پروا نه شته خدمتګاره که پاچا یم یا فقیر