دنړيوال جام دسياليوپه لړكي پرون ماښام په شپږوبجو دسريلانكا اوزيمبابوي دهيوادونوترمنځ دكريكيټ لوبه ترسره شوه چي سريلانكاپه منډوجوړولوشروع وكړه اوپه وركړل شويو 20 اورونو كي يي دپنځولوبغاړو په سوزيدوباندي 186 منډي وكړي اووروسته دلوبي ځخه باران شروع وكړه اولوبه يي وځنډوله كله چي باران ودريده نودقانون مطابق امپايرانوفيصله وكړه چي زمبابوي به لس اورونه كوي او104 منډي به كوي كله چي زمبابوي لوبه شروع كړه 29 منډوته يي چي ورسولي بياباران راغي اودلوبي مخه يي ونيوله بلاخره فيصله پدي باندي وشوه چي لوبه يي مساوي ختمه كړه.
په دوهمه لوبه كي چي د انګلينډ اوويست انډيز دلوبډلوترمنځ ترسره شوه اول انګلينډ په منډو جوړولوشروع وكړه چي ډيره ښكلي لوبه يي وكړه اوترپنځوسومنډويي ځوك ونه سوزيدل اوپه وركړل شويو20 اورونوكي يي 191 منډي وكړي اوويسټ انډيز ته يي د داوونفروپه سوزيدو باندي 192 منډي هدف وټاكه كله چي ويسټ انډيزپه مندوجوړولوشروع وكړه ددوي شروع هم ښكلي وه كله چي يي منډي 40 ته ورسيدي يوځل بيا باران شروع وكړه وروسته دباران دودريدونه امپايرانوويست انديز ته دوخت دلږوالي له امله 6 اورونه وركړل او30 منډي يي وركړي چي په پايله كي يي په يوه زړه راښكونكي لوبه كي چي يوه منډه اويو بال پاتي وه ويسټ انډيز دالوبه دانګلينډ نه وګټله.