امريکايي چارواکي وايي د نيويارک ښار په ناکامه موټر بم حمله کي پر يوه پاکستاني نژاده امريکايي باندي شکمن دي او په دې هکله يې تحقيقات شروع کړي دي.
د پوليسو په وينا د حملې دپاره کارېدونکى موټر په نقدو پيسو رانيول سوئ او د خاوند سره يې د رانيوونکي کوم ريکارډ نسته، خو له پخواني خاوند څخه يې د رانيوونکي د کړو وړو په هکله معلومات اخيستي دي.
پوليس وايي په عين وخت کي يې د يوه پاکستاني په هکله داسي معلومات ترلاسه کړي، چي پنځه مياشتي پاکستان ته تللى وو او هلته يې د ځينو بنسټپالو ډلو سره اړيکى ټينګ کى وو.
د نيويارک ښار پر ټايمز چوک د موټر بم دغه چاودنه درې ورځي دمخه د امريکايي پوليسو له خوا شنډه سوه، چي وروسته يې د قبايلي طالبانو مړ!؟ مشر حکيم الله مسود مسئوليت پر غاړه واخيست.