د یوې درنې چاودني، چي ۱۱ تنه یې له منځه یووړل، څخه ۲ ورځي وروسته د روان کال د اپریل په ۲۲مه نېټه د The BP-operated Deepwater Horizon ډوب سو . د لاویسیانا والي “بوبي جینډال” اخطار ورکړئ دئ چي دا پېښه دده په ایالت کي د ورځني ژوند لپاره خطر دئ .
راپورنه لیکي چي په ورځ کي تقریبا ۱۶۰.۰۰۰ لیټره تېل بې ځایه عبث کیږي .همداراز که حساب وسي نو په هفته کي تخمینا ۸۰۰.۰۰۰ لیټره بې ځایه له منځه ځي . مهم ټکی دا دئ چي ددې اندازه تیلو له منځه تلل دوه تاوانونه لري : لمړی دا چي بې اندازې زیات تېل بې استفادې له منځه ځي او بل دا چي ساحل ته نژدې اوسېدنکي او سمندري حیوانان او نباتات په خطر کي دي .
د امریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر بارک وباما د میکسیکو په خلیج کي د تېلو بې ځایه بهېدل یو محېطي بې ساری ناورین وباله . په لاویسیانا کي بارک وباما په خپله وینا کي وویل چي حکومت به ددې ناورین د له منځه تللو په لاره کي په هره معنی کومک کوي او زیاته یې کړه چي ددې ناورین مسئولیت دبرتانوي د تیلو کمپنی BP په غاړه دئ او هغوی به یې مصارف ورکوي .
وباما د یکشنبې په ورځ لاویسیانا ته سفر وکړ څو د پيښي حالت د نژدیو څخه وویني . هلته یې د وینیس په ښارګوټي کي پخپله وینا کي دا هم وویل : ” موږ اوس د یوه ستر، محیطي بې ساري ناورین سره مخ یو . دا بې ځایه بهېدونکي تېل به په جدي ډول زموږ اقتصاد را خراب او چاپیریال ته به مو سخت زیان واړوي . دا پېښه کېدائ سي چي زیات وخت په بر کي ونیسي او ددې پيښي له امله په دې شاوخوا کي د اوسیدونکو ورځنی ژوند په خطر کي دئ .”
د BP مشر “ټوني هایوارډ”، چي اوس د حالاتو د څارلو لپاره په لاویسیانا کي دئ، وویل : ” زه د ولسمشر سره موافق یم چي اوس باید ړومبی توب د پيښي د خطر کمولو او د تیلو د ایله سوي سوري و پټېدلو ته ورکړو . ” د BP کمپنی دا هم ویلي دي چي دوی د پيښي په اړه د قانوني تقاضاوو سره موافق دي .
ولسمشر په خبرو کي په تکراري ډول په دې ټینګار وکړ چي اوس به ددې پيښي د تاوانونو مخه نیسي او د بې ځایه تیلو بهېدلو دوام ته به د پای ټکی ایږدي، څو نوره خرابي پېښه نه کړي .
داخلي سکرټر “کېن سالزار” په یکشنبه اخطار ورکړ چي دا به تخمینا ۳ میاشتي په بر کي ونیسي څو په دې ساحه کي مرسته کونکي څاه ګان جوړ کړل سي، چي د بې ځایه تیلو بهېدلو مخه به نیسي .
د اوبو هغه ساحه چیري چي تېل په اوبو ګډ سوي دي اوسمهال د لاویسیانا د جنوبي – ختیځ د ساحل څخه نهه میله (= څوارلس کیلو متره) لیري ده .ګمان کیږي چي په نژدې وختونو کي به په اوبو کي ګډ سوي تېل ساحل ته زیات نژدي وي، ځکه چي مرسته کونکي څاه ګان په ۳ میاشتو کي جوړیږي او هغه مهال به د تیلو د لا غځېدو مخه پر وخت نه وي نیول سوې .