یو متن چې لیکل کېږي، ډېر کم په همهغه بڼه لوستونکي ته وړاندې کېږي. په حقیقت کې هر متن له ځان سره څنګ ته یو لړ نور شیان هم لري چې لوستونکي ته یې د اخیستلو وړ کړي. صحافت، د پاڼو شمېره، عنوان، د لیکوال نوم او ډېر نور داسې شیان شته چې په خپله د متن برخه نه شي ګڼل کېدای خو پرته له هغې لوستونکی نه شي کولای چې متن «راواخلي»، کټ مټ لکه اوبه چې د لوښي شکل پیدا نه کړي، د اخیستلو وړ نه ويٍ. دا بیا مهمه نه ده، یا بېل اهمیت لري، چې لوښې تشه لپه ده که په غمیو ښکلل شوی د سرو زرو جام.
فرانسوي ادبپوه ، نقاد او د ادب تیوریسین ژېرار ژونېت (Gérard Genette – ۱۹۳۰ زوکړه ) په ۱۹۸۷ کال کې په خپل کتاب «درشلونه» کې هغه څه په ګوته کړل چې د «متن» او «نه متن» تر منځ پولې په کې څېړل شوي دي. ژېرار ژونت په خپل دغه اثر کې دې ټکي ته په پام سره چې یومتن ډېر کم لوڅ (د یو لړ نورو تولیداتو له مرستې پرته) میدان ته راوځي. د متن او د ورسره ملو تولیداتو تر منځ بېلوونکې کرښه لټوي. دغه دویمه ډله تولیدات په خپل وار یا د وینا په بڼه کې وي او یا بې وینا بیان وي. د لیکوال نوم، عنوان، سریزه، انځورونه داسې څه دي چې اکثره سړی نه پوهېږي چې د متن برخه یې و بولي که نه خو په هر صورت ورسره مله وي، متن (Text) وړاندې کوي…دا هغه څه دي چې ژونېت یې «پاراټکسټ» (Paratext) بولي.
د پاراټکسټ کلمه په خپل جوړښت کې یو ډول ابهام لري : د یوناني ژبې «پارا» مختاړی د «سره»، «ورته، مشابه» «ترې تېر» «تېروبېر» «څنګ ته» «نېږدې، ورسره نښتی» او «مخالف» ماناوې ښندي. لکه مخکې چې یاده شوه د پاراټکسټ مفهوم ساده مفهوم نه دی نو ځکه یې د دنومولو له پاره هم همداسې یو مبهم توری ټاکل شوی دی. (په پښتو کره کتنه کې دغه مفهوم لا تر اوسه ډېر نه دی څېړل شوی، که د اصلي نامه له تاریخچې څخه په الهام یې په پښتو کې «پورې متن» و بولو زیاتی به مو نه وي کړی).
د «پورې متن» د جوړښت په هکله ژېرار ژونت دوه برخې سره بېلوي:
پاراټکسټ (پورې متن)
Paratext
اېپي ټکسټ (پر متن)
Epitext
کره کتنې، له لیکوال سره مرکې، د لیکوال یا د لیکنې په اړه مراسلات، شخصي یادښتونه،…
پېري ټکسټ (پرې متن)
Peritext
قطع او صحافت، د کتابونو لړۍ، ضمیمې، د لیکوال نوم، عنوان، وړوکی عنوان، سریزه، پایلیکنه، انځورونه، خبرتیا، نقل قول، اهدا، یادښتونه، د پوښتۍ وروستی مخ، …
ژېرار ژونېت په خپل کتاب «درشلونه» کې ګڼو ټکو ته اشاره کړې ده چې دلته یوازې د یو څو موضوعاتو یادونه کوو:
د خپروونکې «پرې متن» (صحافت، د خپرونو لړۍ، پوښتۍ، کمپوز، تیراژ….)
د لیکوال نوم (د پوښتې پر مخ ځای، اصلي نوم، بې نومه، مستعارنوم)
عنوانونه (تعریفونه، مخاطب، نقش، د توجه جلبول، …)
ډالۍ
نقل قول او تضمین
سریزې او د هغوی نقش
واړه (منځني) عنوانونه
یادښتونه
عام «پرمتن»
د خپروونکي له خوا
غیر رسمي یادونې
د لیکوال عام اظهارات
په عام محضر کې ویل شوي ځوابونه
رسنۍ
مرکې
سیمینارونه، کنفرانسونه، بحثونه
د لیکوال وروستۍ تبصرې
شخصې «پر متن»
لیکونه
شفاهي څرګندونې
شخصي یادلیکونه
د دغو ټولو موضوعاتو راسپړل او پرې هر اړخیز بحث د افغانستان د ادب د تیورۍ له پاره یو پرانستی میدان دی چې ډېر څه په کې ویل کېدای شي او باید هم وویل شي.
په دې لیکنه کې، که څه هم ما غوښتي دي چې په عملي ډول ډېرو هغو توکيو ته په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اشاره وکړم، زما د خبرو اساسي ټکی په افغانستان کې په دې وروستیو څو کلونو کې د چاپېدونکیو کتابونو د پوښتۍ لومړي مخ ته یوه انتقادي کتنه ده.
د کتاب د پوښتۍ پر لومړي مخ عموماً څو، محدود خو اساسي معلومات لوستونکي ته وړاندې کېږي:
– د لیکوال نوم (اصلي یا مستعار نوم)
– د کتاب سرلیک
د موضوع په اړه ابتدایي معلومات (ناول، لندې کیسې، تاریخ، شعري ټولګه….)
که کتاب ژباړل شوی وي د ژباړن نوم (یا مستعار نوم)
د خپروونکي هویت
د پوښتۍ د لومړي مخ له پاره کوم خاص معیار نه شته او خپرندویې ټولنې په دې برخه کې کامله ازادي لري. تر اوسه لا په افغانستان کې د کتابونو د لړیو د خپرولو فرهنګ نه دی عام شوی نو د یوې مشخصې خپرنیزې پالیسۍ پر بنسټ د یو واحد ډیزاین لرونکي ګڼ کتابونه لا تراوسه ډېر لږ تر سترګو کېږي1. د پوښتۍ د معلوماتو د ترتیب او تنظیم له پاره هم تر اوسه منل شوي قواعد نه شته. کله د ژباړن نوم د لیکوال تر نوم لا ډېر ځلول کېږي، کله د یو شاعر یا لیکوال د اثارو د راټولوونکي نوم د اصل شاعر او لیکوال تر نامه ډېر جوت وي، بې ځایه یادونې (لکه شعري ټولګې ته لیکل «شاعر: **** ») هم ډېرې لیدل کېږي.
په وروستۍ لسیزه کې چې په دري ژبه کوم کتابونه چاپېږي ګڼ شمېر یې د یو ایراني رسم د تقلید پر بنسټ د کتابونو په عنوانونو کې د دري ژبې د لیکلو عادي لاره ماتوي، د ترکیبي عنوانونو جوړوونکې کلمې د ډیزاینوونکي له ذوق سره سم وړاندې، وروسته او لاندې باندې راځي.
دې رسم په تېروو دوو یا دریو کلونو کې په پښتو او اوزبېکي ژبو خپرېدونکو کتابونو ته هم سرایت کړی دی.