کور / تازه خبرونه / حکیم الله مسود : پر امریکا به ژر سختي حملې وکړو

حکیم الله مسود : پر امریکا به ژر سختي حملې وکړو

فرانس پریس آژانس خبر ورکوي چي د ( تحریکِ طالبان پاکستان ) مشر حکیم الله مسود تازه ویډیو خپره کړې او په هغه کښي یې پر امریکا باندي د فدایي حملو اخطار ورکړئ دئ .

مسود په دغه نهه دقیقه ییزه ویډیو کښي ( چي دوه ماسک والا مسلح کسان یې د دواړو څنګو سره ناست دي ) خبرداری ورکوي چي « زموږ فدایان تروریسټي امریکا ته ننوتلي دي او په څو ورځو یا یوه میاشت کښي به د متعصبي امریکا د لویو ښارونو په دننه کښي سختي حملې وکړي . »

مخکي ویل سوي وو چی حکیم الله مسود د جنورۍ پر ۱۴مه امریکایي بې پیلوټه طیارو وژلئ دئ ، خو اوس عملأ ثابته سوه چي هغه ژوندی او فعال دئ . حکیم الله مسود چي دیرش کلن ځوان دئ ، پاکستان یې د نیولو یا وژلو لپاره پنځه ملیونه روپۍ ( یعني ۵۹۰۰۰۰ ډالره ) انعام ایښئ دئ .

مسود په دغه ویډیو کښي وایي چي : اسلامي امت به شاهد وي چي زموږ فدایان به انشاالله امریکا ته د هغه په دننه کښي سختي او کلکي ضربې ورکړي . موږ به د مسلمانو مشرانو لکه بیت الله مسود او نورو مسلمانو مبارزینو انتقام واخلو .

خو شنونکي وایي چي دغه تازه اخطار ښایي روان روحیاتی او تبلیغاتي جنګ تدریجأ په یو عیني او رښتیاني جنګ سره واړوي .