د شمال ټلوالې پخوانى غړى او ازبک ټوپکسالار جنرال عبدالرشيد دوستم د کابل د امنيې قوماندانۍ د پوليس تر محاصره لاندې دى. د کابل امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محمدسالم احساس له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تېره شپه د يوې بجې په شا او خوا کې جنرال دوستم سره له والو کسانو سره د اکبر باى پر کور بريد وکړ او د اکبر باى ماشومان او ښځې يې سختې ووهلې او اکبر باى يې له ځان سره يووړ. د پوليسو پر خبرېدو سره اکبر باى د دوستم له منگلو په داسې حال کې وژغوره چې سخت ټپي و. ښاغلي احساس زياته کړه چې دوستم سخت نېشه هم و.