د متحده ايالاتو په نيويارک ښار کي د يوه موټر بم د چاودني مخنيوى سوئ دئ.
پوليس وايي تر پيښي وروسته يې سيمه کلا بنده کړې ده او د موټر چلوونکي تلاښ پيل سوئ دئ.
د راپورونو له مخي دغه موټر د ټايمز چوک ته نيژدې د ګڼي ګوڼي په سيمه کي درول سوئ وو، چي کوچنۍ کوچنۍ چاودني پکښي سوي وې او د خلګو پام يې ځانته اړولى وو.
د پوليسو په وينا تر پېښي وروسته يې په موټر ګيسولين، پروپين او لينونه موندلي چي که يې مخنيوى نه واى سوئ، ښايي ځاني تاوان يې رسولى واى.
د راپورونو له مخي ټايمز چوک ته تللي سړکونه او کوڅې اوس هم د ترافيکو پر مخ بندي دي او د پوليسو له خوا تلاښۍ جريان لري.