د ټي ټونټي کرکيټ په نړۍوالو سياليو کي د هندوستان او جنوبي افريقا تر منځ لوبه پيل سوه.
پچه جنوبي افريقا وګټله او هندوستان ته يې د بيټينګ بلنه ورکړه، چي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٨٦ منډي جوړي کړې.
که څه هم د لوبي په پيل کي جنوبي افريقا د هند دوه لوبغاړي ژر وسوځول او هندوستان يې وراخطا کئ، خو سورېش رانا او يووراج سنګ ډېره ښه انډيوالي وکړه.
د هند دوه لوبغاړي مورلى ويجى پر اول بال او دينېش کرتيک پر ١٦ منډو پرله پسې وسوځېدل.
سورېش رانا سليزه جوړه کړه او د ١٠١ منډو په جوړېدو وسوځېدئ، خو يوراج سينګ ايله ٣٦ منډي جوړي کړې. يوسف پټان تر ١١ منډو وروسته وسوځېدئ او کپتان مهيندرا سنيګ ډوني ١٦ منډي جوړي کړې چي شل آورونه پوره سول.
اوس به وکتل سي چي جنوبي افريقا تر تفريح وروسته څو منډي جوړوي.
دا په نړۍ والو شل آوريزو سياليو کي د هندوستان دوهمه او د جنوبي افريقا لومړۍ لوبه ده، چي هندوستان لومړۍ پرون له افغانستان څخه په اوو ويکټونو ګټلې وه.