د پاکستاني استخباراتو ( آى، ايس، آى) پخوانى مشر جنرال حميدګل وايي د متقاعد کرنل خالد خواجه د قتل سټايل د طالبانو نه وو. جنرال حميد ګل د خالد خواجه د جنازې تر لمانځه وروسته په اسلام آباد کي خبريالانو ته وويل چي په شمالي وزيرستان کي پر طالبانو سربېره د هندوستان د راو او امريکا د سي، آى، اې استخبارات هم فعاله دي.
نوموړي وويل د ايشين ټايګر يا آسيايي پړانګانو نوم چي د خالد خواجه د وژلو مسئوليت يې منلى اسلامي نوم نه دئ، ځکه خو دى شک لري چي ګني هغه دي طالبانو وژلى وي.
جنرال حميدګل چي د طالبانو کلک ملګرى دئ، پر هغوى يې ږغ وکړ چي ډېر ژر د خالد خواجه د وژلو او نه وژلو په هکله خپل دريځ څرګند کړي.
بلي خوا ته د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال اسلم بېګ خبريالانو ته وويل چي کرنل خالد خواجه او کرنل امام شمالي وزيرستان ته له طالبانو سره د سولي په هکله خبرو ته تللي وو.
د پاکستان د آى، ايس، آى دوه متقاعد کرنيلان خالد خواجه او کرنل امام نيژدې يوه مياشت دمخه په شمالي وزيرستان کي د يوې برتانوۍ ورځپاڼي له پاکستاني خبريال سره وتښتول سول، چي د آسيايي پړانګانو ډلي يې مسئوليت پر غاړه واخيست او له پاکستاني حکومت څخه يې د ملا عبدالغني برادر او يو نيم نورو طالب مشرانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
د خالد خواجه مړى دوې ورځي دمخه په شمالي وزيرستان کي وموندل سو، خو د کرنل امام او خبريال سرنوشت لا تر اوسه معلوم نه دئ.