سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې او پخلاينې د هڅو په وړاندې ځينو شتو ستونزو ته كتنه كړې او د يو هندي ليكوال په حواله يى ليكلي، چې د امريكا ځانګړې استازې هالبروك هڅه كوي، چې د ولسمشر كرزي د سولې پروګرام سبوتاژ كړي.
ورځپاڼې په دوام كې ددې موضوع په اړه د يو شمير افغان كتونكو نظرونه هم راخستي او ليكلي، چې له هالبروك سره ګڼ شمير وكيلان ګډ نظر لري، څو د ملي شورا انتخابات وځنډوي او د كرزي د سولې پلان ناكامه كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كندهار كې د افغان او نړيوالو ځواكونو په پيليدونكو پوځي عملياتو بحث كړې او پدې ترڅ كې د جنرال پيټرويس څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې غلط تصور او د خلكو نه ملاتړ د كندهار عمليات به هم ناكامه كړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله د ولسي جرګې له پلاوي سره د ولسمشر كرزي په ليدنې او د انتخاباتو د قانون په سر شويو بحثونو ته په اشارې ليكلي، چې ملي ګټې د همكارۍ او تفاهم حكم كوي.
ورځپاڼې په دوام كې بيا هم پدې ټينګار كړې، چې افغان ولس غواړي، چې دا انتخابات بايد پخپل وخت او په ازاده او عادلانه توګه ترسره شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان او په تيره بيا په كندهار كې د خصوصي امنيتي كمپنيو په فعاليت بحث كړې او پدې ترڅ كې د اسو شيټيد پريس خبري اژانس د يو رپورټ په حواله ليكلي، چې ددې كمپنيو ساتونكي په ولسي خلكو ډزې كوي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغان دولت باندې د لويديځ لخوا په كيدونكو انتقادونو تبصره كړې او ليكلي، چې دوى دا كار د خپلو غلطيو او پاتې راتلو د پټولو لپاره كوي.
ورځپانې په دوام كې ليكلي، چې دا مرسته كوونكي هيوادونه او انجوګانې دي، چې د بيا ودانولو او پراختيا په برخه كې پاتې راغلي.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې امريكا ته د افغان ولسمشر په راتلونكي سفر بحث كړې او پدې ترڅ كې ليكلي، چې د امريكا ولسمشر اوباما بايد دا پريكړه وكړې، چې له طالبانو سره خبرې كوي او كه نه؟
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې ښاري نظافت ته ورپيښې ستونزې انځور كړي او خلك يى هڅولي، چې له مناسبو ځايونو څخه كار واخلي.
افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام په موضوع بحث كړې او دا ځل يى د ايرانيانو يو بل عمل ته اشاره كړې او هغه دا، چې ايرانيان د اعدام شويو افغانانو د بندن غړي وباسي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان او سيمې په اړه د پاكستان سياسي لوبو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې دغه هيواد په خورا هوښيارۍ لوبه كوي.
دې ورځپاڼې هم د كندهار د عملياتو په اړه د امريكايي جنرال ډيويډ پيترويس په څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې كندهار د افغانستان او نړۍ د امنيت لپاره خورا مهم دې.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې په كيدونكو پوځي عملياتو بحث كړې، چې د ورځپاڼې په وينا د خلكو او دولت ترمنځ د واټن د رامنځ ته كيدو سبب ګرځيدلې. ورځپاڼې ليكلي، چې په افغانستان كې د روان تاوتريخوالي د پاى رسولو واك بايد قومي مشرانو ته وسپارلې شي.
خو اصلاح بيا هم د افغانستان په اړه د امريكا ددفاع د وزارت په وروستي رپورټ بحث كړې او ليكلي، چې دا رپورټ د افغاني ټولنې په واقعتونو ندې ولاړ.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په افغانستان كې د خصوصي امنيتي كمپنيو په فعاليت بحث كړې او ليكلي، چې دا كمپنۍ اوس ولسي خلك هم ځوروي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان محصلينو لپاره، چې په بهرنيو هيوادونو كې د كډوالۍ شپې سبا كوي د سعودي عربستان د برسونو په بنديدو بحث كړې او پدې ترڅ كې افغان دولت هڅولې، چې د افغان كډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وكړي.
او ورځپاڼې په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې هم بحث كړې او پدې برخه كې د روانو هڅو په وړاندې شته ستونزې هم څيړلي دي.