کور / تازه خبرونه / کابل : د مرګ پر اېران سوله-ييز لاريون ترسره سو

کابل : د مرګ پر اېران سوله-ييز لاريون ترسره سو

نن په کابل کښي د اېران د سفارت مخي ته د”مرګ پر اېران” په شعارونو د سلګونو تنو يو قهرجن خو سوله-ييز لاريون ترسره سو چي په اېران کښي يې د افغان مهاجرينو اعدام د ” الله اکبر او مړ دي وي احمدي نژاد” په سختو الفاظو سره غانده .

ننی لاريون ، چي د ملي مشارکت ګوند له لوري تنظيم کړل سوئ وو، د سهار پر اتو بجو پېل سو چي نژدې دوه ساعته يې دوام درلود ، لاريون د اېران له سفارت څخه پېل او وروسته د نوي ښار تر پارک او د يوناما تر دفتر پوري وغځېدئ ، لاريون کوونکو د اېران د سفارت مخي ته د احمدي نژاد مجسمې ته اور ورته کړئ او ترڅنګ يې يو پرېکړه ليک هم د اېران سفارت ته وسپارئ .

په پرېکړه ليک کښي د ښکيلو اړخو ترڅنګ د بشري حقوقو دنړيوالو سازمانو څخه غوښتنه سوې څو په اېران کښي د افغان مهاجرينو پر وړاندي غير بشري او غيرقانوني کړني ژر تر ژره ودروي .

اېران تېره مياشت د قاچاق او غلا په تور د ۳۰۰۰ زره افغان مهاجرينو د اعدام حکم صادر کړ. د راپورونو له مخي د اېران اسلامي جمهوريت د افغان مهاجرينو د اعدامولو لړۍ پېل کړې او ترڅنګ يې د هر اعدام سوي کورنۍ ته د هغه د جسد سپارلو پر سر دوه مليونه تومنه بيه هم ايښې ده .

افغان دولت تر اوسه په اېران کښي د افغان اتباعو د ژوند ژغورولو پر هڅه نه دئ بريالی سوئ .