کور / تازه خبرونه / ننګرهار: سلګونه زده کوونکو لاريون وکړ

ننګرهار: سلګونه زده کوونکو لاريون وکړ

د ننګرهار د پچير اګام لېسې سلګونه زده کوونکو نن پر يوه لاريون لاس پورې کړ. دغه زده کوونکي چې له لرې پرتې ولسوالۍ پچير اګام نه جلال اباد ښار او ولايتي شورا ته راغلي ول د اداري فساد پر ضد يې شعارونه ورکول او ادعا يې کوله چې د پچير اګام په ولسوالۍ کې د پوهنې مدير لسګونه کارتنه غوړي، د ناستې درۍ او د ليک تورې تختې پټې کړي. زده کوونکو د پوهنې مدير د لرې کېدو غوښتنه کوله. د ننګرهار مرستيال والي محمد عالم اسحق زي او د ولايتي شورا رئيس نصرت الله ارسلا لاريون کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى ستونزو ته به د پاى ټکى ږدي. دا لومړى وار دى چې په ننګرهار کې سلګونه زده کوونکي د اداري فساد پر وړاندې د لاريون په ترڅ کې خپل غږ پورته کوي او د مفسدو چارواکيو لرې کول او محاکمه کول غواړي.