د افغانستان او هندوستان د کرکيټ لوبه د هندوستان هيواد په اوو ويکيټو وګټله.
نننۍ لوبه د افغانستان په تاريخ کي لومړنۍ هغه وه چي په نړۍ کي په سوو ميليونو د کرکيټ مينه والو د ټلوېزون پر پرده وليده.
افغانستان ١١٥ منډي جوړي کړې، چي نورعلي ځدراڼ او اصغر ستانکزى ډېر پکښي وځلېدل.
د کرکيټ په ميدان کي درې کلن افغانستان د هندوستان د شپېته کلني لوبډلي په مقابل کي ډېره ښه لوبه وکړه. هندوستان د شل آوريزو نړۍ والو سياليو اتلولي په ٢٠٠٨ کال کي ترلاسه کړې وه.
د کرکيټ څارونکي وايي تمه دا وه چي د هند لوبغاړي به د افغانستان کرکيټ په ډېره آسانۍ سره پوره کړي، خو افغان لوبغاړو يې تر ډېره مخ ډب کړئ وو.
په افغان بالرانو کي حميد حسن هغه کس وو چي په څلور آوره کي ايله اته منډي هندوستان ته ورکړې، چي د څارونکو په وينا د حميد حسن د پياوړتيا ښکارندويي کوي.
د کرکيټ يوه افغان څارونکي خالد احمد اڅکزي لراوبر ويبپاڼي ته وويل: (افغانستان ډېره ښه لوبه وکړه، د لوبي په ميدان کي ګټل او بايلل سره تړلي دي، او د افغان لوبډلي عمر، تجربې او امکاناتو ته په پام سره دا اوسنى سکور د افغانستان پر حال بېخي ډېر دئ، چي افغانستان ته د کرکيټ په ډګر کي د ښې راتلونکي زېرئ ورکوي).
وېډيو :