افغانستان هند ته ۱۱۶ منډې هدف وركړ، په لوبه كې نورعلي ځدراڼ او اصغر ستانكزى تر نورو لوبغاړو ښه ولوبېدل.
د افغانستان غوندې يوه نوې لوبډلې له خوا د هندپه شان يوې تجربه لرونكې او سترې لوبډلې ته ۱۱۶ هدف وركول كم نه دى، اوس به د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو سترګې د دې لوبډلې بالرانو يانې توپ اچوونكو ته وي چې څنګه وكولاى شي هندي لوبغاړي وسوځوي او يا هم كمې منډې وركړي.
د لوبې د وياندويانو په وينا چې د افغانستان لوبغاړي ډېر تكړه، او زړوه ور دي او له اصولو سره سمه لوبه كوي.
نورعلي ځدراڼ سټاركركيټ چينل ته وويل چې دا زموږ لپاره ډېره ستره لوبه وه او لومړى ځل دى چې موږ د كيمرې په وړاندې لوبه كوو.
ده همدارنګه وويل چې له خپلې هغه څلوريزې يې ډېر خوند واخيست چې پر پروين كمار يې ووهله.
وېډيو :