په هسپانیه کي د بېکاری فیصدي د تخمینا تیرو ۱۳ کلونو سره په مقایسه اوسمهال زیاته لوړه سوې چي د حکومتي چارواکو په وینا ۲۰٪ ته رسېدلې ده . ملي احصائیاتي سازمان INE ویلي چي په هسپانیه کي د مارچ دمیاشتي (= حوت) په پای کي د بېکارانو شمېره ۴۶۱۲۷۰۰ تنه وه . د هسپانيې د بیکاری دا شمېره په اقتطادي برهان کي په چابکي سره پورته سوې او په یورو زون** کي دا شمېره تر ټولو لوړترینه شمېره بلل کيږي .
دا په داسي حال کي چي د اروپايي اتحاديې په وینا د یورو زون ملکونو د بیکاری شمېرې فرق نه دئ کړئ او د مارچ (= حوت) په میاشت کي د بېکاری شمېره د تېر په شاني ۱۰٪ وه . دا فیصدي د ۱۵،۸ میلیونو تنو سره مساوي کیږي . همداراز په ټوله اروپايي اتحادیه کي بیا د بېکاری شمېره ۹،۶٪ ده چي د ۲۳،۱ میلیونو وګړو سره سمون خوري .
جرمني په یوروزون کي د هغو ملکونو څخه شمېرل کیږي چيري چي د بیکاری فیصدي کښته سوې ده؛ په دې ملک کي د بېکاری فیصدي د ۷،۴٪ څخه و ۷،۳٪ ته کښته سوې ده .
د هسپانیې اقتصاد د ۲۰۰۹ زېږدیز کال په وروستیو دریو میاشتو کي د ۰،۱٪ په اندازه سره خراب سو او په ټوله ۲۰۰۹ زېږدیز کال کي یې د اقتصاد شاته تګ ۳،۶٪ و .
— —————————————————–
** یورو زون : دا هغي ساحې ته ویل کيږي چیري چي د ملکونو پولي واحد یورو وي .
هسپانیه : د اروپا په جنوب لوېديځ کي موقعیت لري او پولي واحد یې یورو دئ .