اوس تفريح ده، وروسته به د هندوستان لوبغاړي بيټينګ ته ودرېږي.
افغانستان هندوستان ته د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١١٥ منډي جوړي کړې او هندوستان که غواړي ويې ګټي ١١٦ منډي به جوړوي.
حميد حسن تر څلوريزي وروسته وسوځل سو.
د افغانستان منډي ١١٤ سوې. حميد حسن څلوريزه ووهله.
حميد حسن راکښته سو، له رئيس احمدزي سره انډيوالي کوي.
سمېع الله شينوارى رن اوټ سو.
د افغانستان منډي ١٠٧ سوې، سمېع الله شينواري څلوريزه ووهله.
وبه ګورو چي افغانستان په دوو آورونو کي څو سکور جوړوي.
د افغانستان منډي له دوو عددونو څخه درو ته واوښتې، يعني افغانستان ١٠٠ منډي جوړي کړي دي، دوه آوره يا ١٢ باله پاته دي.
رئيس احمدزى او سمېع الله شينوارى راکښته سو.
د افغانستان منډي پر ٩٧ ولاړي دي، فشار ډېر سو. دوعاوي پر چوف کئ.
اصغر ستانکزى وسوځېدئ، او محمدنبي عيسى خېل يو په بل پسې وسوځل سوه.
محمدنبي عيسى خېل راکښته سو، د اصغر ستانکزي سره انډيوالي کوي.
نورعلي تر پنځوسي وروسته وسوځل سو.
نورعلي پنځوس منډي جوړي کړې، ډېره ښه لوبه يې وکړه، پنځه څلوريزي يې ووهلې، د افغانستان د منډو شمېر ٩٧ ته ورسېدئ.
شپاړسم آور روان دئ، ٩٥ منډي جوړي سوي دي، نورعلي ته يوه منډه پاته ده چي نيمه سليزه جوړه کړي.
اصغر ستانکزي دريمه شپږيزه ډالۍ کړه، د منډو شمېر يې ٩٠ ته پورته کئ.
د افغانستان د منډو شمېر ٨٠ ته ورسېدئ، پنځلسم آور روان دئ، د افغانستان د منډو اوسط څلور اشعاريه درې دئ.
نورعلي پنځمه څلوريزه ډالۍ کړه، د افغانستان منډي ٧٥ ته ورسېدې، څوارلسم آور روان دئ، درې لوبغاړي سوځېدلي دي.
د افغانستان منډي ٦٩ سوې.
اصغر ستانکزي دوهمه شپږيزه ډالۍ کړه.
دولس آوره بشپړ سول، ٥٨ منډي افغانستان جوړي کړي دي. چي يو څو څلوريزي او شپږيزي ډالۍ سي کار سمېږي.
دوولسم آور روان دئ، ٥٥ منډي جوړي سوي دي.
اصغر ستانکزي په لومړي ځل شپږيزه ډالۍ کړه. د افغانستان په تاريخ کي يې په نړۍ واله لوبه کي د لومړنۍ شپږيزي وياړ په برخه سو.
افغانستان ٤٣ منډي جوړي کړي دي، لسم آور روان دئ.
منډي ٤٠ سوې، لوبغاړي درې سوځېدلي دي.
څارونکي د نورعلي په هکله وايي چي په ډېر احتياط او سړه سينه بازي کوي.
نورعلي څلورمه څلوريزه جوړه کړه.
څلور دېرش منډي جوړي سويي اتم آور روان دئ.
٣١ منډي په ٤٢ بالونو جوړي سوي دي، يارانو دوعاوي کوئ.
سټار ټلوېزون وايي سميع الله شينوارى راکښته سو، خو هغه اصغر ستانکزى وختئ.
نوروز منګل وسوځېدئ.
د افغانستان دوه لوبغاړي سوځېدلي، ٢٩ منډي جوړي کړي، پنځه اوره بشپړ سول.
نوروز داسي خوندوره څلوريزه جوړه کړه، چي څه درته ووايم.
هنديانو پر افغان لوبغاړو په فشار ډېر کړئ دئ، د منډو چانس نه ورکوي.
کپتان نوروز منګل د شهزاد پر ځاى راکښته سو.
دوه لوبغاړي اوټ سوي، ٢٢ منډي جوړي سوي دي. څلورم آور روان دئ.
شهزاد وسوځېدئ.
شهزاد دريمه څلوريزه جوړه کړه، نورعلي پرله پسې دوې څلوريزي ډالۍ کړې، واوا شا مو مځکي ته مځه.
نورعلي څلوريزه ډالۍ کړه. دا په نړۍ والو سياليو کي لومړنۍ څلوريزه ده چي وياړ يې د نورعلي په نصيب سو، وبه ګورو چي د شپږيزي وياړ د چا په نصيب کېږي.
لس منډي يو سوځېدلى دريم آور شروع دئ.
محمدشهزاد راکښته سو، کريم صادق وسوځېدئ.
افغانستان په اوو بالونو کي شپږ منډي کړي دي.
افغانستان درې منډي په څلورو بالونو کي جوړي کړي دي.
كريم صادق او نور علي ځدراڼ بيټينګ يا توپ وهنه كوي، كله چې د افغانستان ملي سرود ږغيدې د نوروز منګل په سترګو كې اوښكې وې.
د هندوستان لوبډلي پچه وګټله افغانستان بيټينګ ته ودرېدئ.