د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي همدا اوس د خپلې خوښې له هغه لوبغاړو سره مخ شول، چې دوى له ډېره پخوا پر ټلويزون كتلي او له هغوى نه اغيزمن وو.
د افغانستان د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي د هند د لوبغاړو سخت مينه وال دي او آن د هغوى نومونه يې پر خپل ځانونو ايښي دي.
كريم صادق چې د لوبې پرانيستونكى دى، خلك ورته د كابل سيواګ وايي، محمد شهزاد ځان چې د افغان ملي لوبډلې ويكيټ ساتونكى دى ځان ايم ايس بولي، د هند د لوبډلې كپتان او ويكيټ ساتونكى هم ايم ايس نوميږي.