اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د امنيت مسئله راخستې او ملي د يو شمير غړو په حواله يى ليكلي، چې د امنيت د خرابيدو اصلي لاملين بهرني ځواكونه دې.
ورځپاڼې پدې ترڅ كې د صفيه صديقي په كور د امريكايي ځواكونو عملياتو ته هم اشاره كړې، چې خلكو د احساساتو د پاريدو سبب وګرځيد.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې موضوع بحث كړې او پدې ترڅ كې د ملي شورا وكيلان هڅولي، چې د بهرنيو ځواكونو د كړنو په اړه يو معقول دريځ غوړه كړي.
د ورځپاڼې بل په افغانستان كې د ښځو په وړاندې روان تاوتريخوالي ته ځانګړې شوې او ليكل شوي، چې مرد سالاري د ښځو د ځان سوزونې يو لامل دې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د سارك د مشريزې پاى ته ځانګړې كړې او ددې ترڅنګ يى چې د ټولو مشرانو انځور يى خپور كړې ليكلي، چې دوى په ګڼو برخو كې د همكارۍ د پراخولو هوډ څرګند كړ.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د سارك په سر مشريزې او د سيمه ايزو اړيكو په لرليد بحث كړې او ليكلي، چې دغه هيوادونه كولې شي، په افغانستان كې د امن او ثبات په ټينګښت كې رغنده رول ولوبوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې دې پديدې په هيواد كې د ولسواكي بنسټونه سست كړي دي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د اوباما او هالبروګ په سياستونو تبصره كړې، چې د ورځپاڼې په وينا ډير ټينګار يى په جنګ دې او نړۍ يى بيه پرې كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په اړه د پنټاګون په نوي رپورټ بحث كړې او ليكلي، چې دا تر ډيره د ولسمشر كرزي پر ضد د تبليغاتي كمپاين يوه نوې برخه ده، چې د ورځپاڼې په وينا د ميى د مياشتې تر دولسمې نيټې پورې به روان وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا ددې رپورټ په وړاندې د افغان حكومت غبرګون راخستې او ليكلي، چې حكومت دا رپورټ په كلكه رد كړې.
ورځپاڼې په دوام كې د ولسمشر كرزي د يو وياند په حواله ليكلي، چې بهرنيان بايد پخپله د خپلو تيروتنو د تكرار مخنيوې وكړي، چې د ولس، حكومت او نړيوالې ټولې ترمنځ د واټن سبب ګرځي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په سر كې د پنټاګون د نوي رپورټ په اړه د افغان دولت غبرګون راخستې او ليكلي، چې بهرنيان دې د ولسمشر كرزي په اړه د قضاوت پر ځاى د خپلو تيروتنو د تكرار مخه دې ونيسي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د پنټاګون په رپورټ او د هغې په وړاندې د افغان دولت غبرګون ته په اشارې ليكلي، چې دا د واشنګټن او كابل ترمنځ د نوي كړكيچ پيلامه ده.
ورځپانې په بل ځاى كې په كابل كې د بريتانيى د سفارت د امنيتي چارو د مسؤل محاكمه او زنداني كولو ته په اشارې د ټايمز ورځپاڼې په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې د لويديځ ضد احساسات مخ په زياتيدو دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د پنټاګون په رپورټ بحث كړې او ليكلي، چې دا له افغانستان څخه د ملاتړ نښه ده او كه د مخالفت؟
خو اصلاح بيا په افغانستان كې ماشومانو ته په ورپيښو ستونزو بحث كړې او ليكلي، چې ددې ستونزو هواري ته بايد زياته پاملرنه وشي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د سارك په وروستۍ سرمشريزې بحث كړې او پدې ترڅ كې ليكلي، چې دا ټولنه د افغانستان په راتلونكي پرمختګ كې مهم رول لوبولې شي.
دې ورځپاڼې هم په هيواد كې د امريكايي ځواكونو لخوا د شپې لخوا په كيدونكو عملياتو بحث كړې او ليكلي، چې پدې ډول عملياتو كې اكثره عام وګړي وژل كيږي، چې د اعتراضونو سبب ګرځي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې دوه مخې سياست انځور كړې، چې په يو لاس مرستې وركوي او په بل لاس د افغانستان په چارو كې مداخله كوي.