کور / شعر / دغم کوڅه

دغم کوڅه

غم ته مو دغم کيسه لاپاتې ده
شپې ته دتورتم کيسه لاپاتې ده
زما په وچ ګريوان پسرلى رانغى
سترګو ته دنم کيسه لاپاتې ده
دلته دترنک څپو بندۍ کړمه
هلته دصنم کيسه لاپاتې ده
يوبېلتون دمينې بل د وينې دى
زغمه دستم کيسه لا پاتې ده
نن د هاجرې شونډې بياو چې دي
دشت ته د زمزم کيسه لاپاتې ده
ژوند دى تېروويې داغزو په سر
دم ته مو ددم کيسه لا پاتې ده
بيا دوخت توپان سترګې سرې کړې دي
نوح ته د بل چم کيسه لا پاتې ده