کور / شعر / غزل

غزل

زما دژوند کتاب ته ګوره در معلومه به شم
د روڼ تندي جواب ته ګوره در معلومه به شم

وماته زړه کې ليوني خيالونه مه ويده وى
دا پښتنې حجاب ته ګوره در معلومه به شم

دخپل ناموس حيامې نغښتې په پروڼي کې ده
دحقيقت حساب ته ګوره در معلومه به شم

زه دمظلومې په غم کې اوښکې څڅومه مدام
تڼاکې زړه خوناب ته ګوره در معلومه به شم

يو څوک به ووايي زما دغم سندرې پکې
دژوند نغمې رباب ته ګوره درمعلومه به شم

چې ملا تړ دهر رنځوره سره کړمه په جار
دستومانۍ عذاب ته ګوره در معلومه به شم

دچا په خُله لاسونه نه شمه نيوى بهادرې
پټ دجهان حساب ته ګوره در معلومه به شم