د ميني وږمه د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي د شعرونو لومړي ټولگه ده، چي په اسلام اباد كي د خواخوږي ادبي او كلتوري ټولني له خوا په (۱۴۹) مخو كي، پر سپين كاغذ او رنگه پښتي د(۱۵۰۰) ټوكو په شمېر ، د د ارواښاد خواخوږي د پنځلسمي تلينې په اړه چاپ سوې ده.
په دې شعري ټولگه كي د خپرندويه ټولني ياداښت، د علامه رشاد بابا(رح) او ښاغلي غرزي خواخوږي پر سريزو سربېره ، د ارواښاد خواخوږي (۱۰۹) عنوانه غزلي او شعرونه راغلي دي.
د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي ژوند ليك
د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږى د دُر محمد خان زوى، د۱۹۲۰ مېلادي كال د فبروري د مياشتي پر ۲۸ نېټه د كندهار ولايت په ماله جات كي وزېږېد. مرحوم خواخوږى په ۱۹۲۶ مېلادي كال ښوونځي ته شامل سو او د متوسطه دورې تر فراغت وروسته د لوړو زده كړو له پاره عالي دارالمعلمين ته شامل سو او په ۱۹۳۸ مېلادي كال كي د نوموړي دارالمعلمين څخه فارغ او د كابل په حبيبيه لېسه كي د ښوونكي په توگه مقرره سو.
د استاد خواخوږي لومړى شعر په ۱۹۳۴ مېلادې كال كي دكندهار د طلوع افغان په ورځپاڼه كي خپور سو.
ارواښاد خواخوږى په ۱۹۴۶ مېلادي كال كي د كندهار د كوكران د ليلې ښوونځي د ښوونكي او او تدريسي آمر په توگه و ټاكل سو. په ۱۹۴۸ مېلادي كي د كندهار د احمدشاه بابا د عالي لېسې د مدير په توگه مقرر سو.
استاد خواخوږي د افغانستان د ويښو ځلميانو د سياسي گوند له لومړيو كلو څخه په سياسي مبارزه كي فعاله ونډه درلوده.
مرحوم خواخوږى په ۱۹۵۰ مېلادي كال كي د دولت له خوا د ويښ ځلميانو د سياسي فعاليت په تور ونيول سو او زندان ته واچول سو، چي د ويښ ځلميانو د گوند لومړى بندي گڼل كيږي.
مرحوم خواخوږى د زندان څخه تر خلاصېدو وروسته په شخصي كار شروع وكړه او په ۱۹۵۶ مېلادې كال كي جبراً كابل ته واستول سو او په پښتو ټولنه كي د مسلكي غړي په توگه مقرره سو.
په ۱۹۵۷ مېلادي كال كي د راډيو افغانستان د نشراتو د څارني د مدير په توگه او په حبيبې لېسه كي د پښتو د استاد په توگه مقرره سو.
په ۱۹۵۹ مېلادي كال د راډيو افغانستان د رياست د مرستيال او په استقلال لېسه كي د تاريخ دښوونكي په توگه مقرره سو.
په ۱۹۶۰ مېلادي كال كي د پوهني نندارې د رياست د معاون په توگه او د نادريې په لېسه كي د تاريخ د ښوونكي په توگه مقرره سو.
په ۱۹۶۲ مېلادي كال د پوهني تياتر د رئيس په توگه مقرره سو.
په ۱۹۶۳ مېلادي كال د مطبوعاتو د وزارت د ادبياتو د لوى امر په توگه مقرر سو.
په ۱۹۶۶ مېلادي كال كي د اطلاعاتو او كلتور وزارت دكتاب خپرولو موسسې د رئيس په توگه وټاكل سو او په همدې كال يې د شهيد محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي ديموكرات حزب كي خپل سياسي فعاليت ته دوام وركړ.
په ۱۹۶۷ مېلادي كال كي د افغانستان د عامه كتابخانو د رئيس په توگه مقرر سو.
په ۱۹۷۱ مېلادي كال كي د پښتو د ودي او پرمختيا د رئيس په توگه مقرر سو.
په ۱۹۷۳ مېلادي كال كي جبراً تقاعد ته سوق سو.
ارواښاد خواخوږى په ۱۹۴۲ مېلادي كال كي د تعليم او تربيې كورس او په ۱۹۶۲ مېلادي كال د ژورناليزم كورس په بري سره سرته ورساوه .
په ۱۹۶۱ مېلادي كال كي د افغان چين د دوستۍ د ټولني غړى او په ۱۹۶۹ مېلادي كال په افغانستان كي د يونيسكو د ملي كميسيون د غړي په توگه انتخاب سو.
مرحوم خواخوږى د افغانستان د فرهنگ د ستايلى كارمند( پوهنپال) عالي درجه تر لاسه كړې وه او په ۱۹۴۶ مېلادي كال كي يې د پښتو اوله درجه ادبي جايزه او په ۱۹۵۹ مېلادي كال كي يې د رحمان بابا جايزه په شعر كي واخسته.
ارواښاد خواخوږي ته په ۱۹۶۵ مېلادي كال كي د اعلي حضرت محمد ظاهر شاه د حضور له خوا د مينه پال دوهمه درجه نشان او په ۱۹۶۹ مېلادي كال كي د مينه پال دسرو زرو نښان وركړه سو.
مرحوم خواخوږي په ۱۹۷۳ مېلادي كال كي د سعودي عربستان د بادشاه د اعلي حضرت ملك فيصل په بلنه د حج مباركه فريضه اداء كړه.
استاد محمد ابراهيم خواخوږى د ۱۹۹۲ مېلادي كال د اكتوبر پر ۲۴ نېټه د زړه د ناروغۍ له كبله په كابل كي وفات سو.
د ارواښاد خواخوږي څخه دا اثار پاته سوي دي :
1. د ميني وږمه ( شعري ټولكه)
2. حكايت نه دى حقيقت او درد دى
3. يوه ژړوونكې منظره
4. مرغلره او تورخان
5. شين خالۍ او گلالى
6. د گوستاولوبون لنډي خبري
7. دوه ځوانيمرگ مېنان
8. د شعرونو دوهمه ټولگه
9. د شعرونو درېيمه ټولگه