د فرانسې د دفاع وزارت وايي د کابل په سروبي ولسوالي کي يې د رواني مياشتي په پيل کي د تېروتني له امله څلور ملکي کسان وژلي او يو سخت ژوبل کړئ دئ.
د فرانسې حکومت ويلي دوى د ملکي کسانو پر دې مرګ ژوبله خواشيني دي او پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د دوى پر پوځيانو ترسره سوي حملې ته عسکرو جوابي ډزي وکړې او پنځه ملکي ځوانان پکښي په نښه سول، چي څلور يې مړه او يو ټپي سو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه