د اې پى ډي ايم مشرانو وئيلي دي چي په هـيواد كښې په صفا توګه انتخاباتو هيڅ امكان نشته د اتلس فروري پس به په هـواد كښې تاوتريخوالۍ نور زيات شي .
د پنجاب په ښار ګجرانوالا كښې جلسي ته د وينا پرمحال د پښتونخوا ملى عوامي ګوند مشر محمود خان اڅكزي ، عمران خان، قاضي حسين احمد او نورو وويل چې د اوسنيو انتخاباتو په پائيله كشې به تش په نوم حكومت رامنځته شي مشرف دي زر تر زره خپله چوكۍ پريږدي او نيشنل سكورټى كونسل دي له منځه يو وړل شي د اې پى دي ايم مشرانو زياته كړه چې ولس انتخابات رد كړيدي د عدليې دبحاله كولو پرته
د ډيموكراسۍ بحاله كيدو هيڅ امكان نشته دعدليې بحالۍ تر انتخاباتو مهمه ده ميډيا ته دى خپلواكي وركړل شي په 3 م نومبر ګوښه كړل شوي ټول قاضيان دي بحال شي.