کور / تازه خبرونه / حکومت: وکيلان دي د پارلمان د ودانۍ تاوان راکړي

حکومت: وکيلان دي د پارلمان د ودانۍ تاوان راکړي

د اوکراين د پارلمان مشر ولاديميرليتهن وايي له وکيلانو څخه به د پرونۍ آلې ګولې له امله د پارلمان ودانۍ ته د اوښتي تاوان پيسې وګرځوي.
د پارلمان مشر وايي سره له دې چي د اخلاقي او سياسي تاوان جبران امکان نه لري، خو د پارلمان ودانۍ ته به د اوښتي مالي تاوان پيسې ضرور له وکيلانو څخه واخلي.
د اوکراين په پارلمان کي پرون د حکومت او اپوزيسون ډلي د وکيلانو تر منځ هغه مهال د هګيو او چوکيو وارونو شروع سول، چي وکيلانو په توره بحيره کي د روسيې د سمندري اډې د موجوديت پر تړون باندي بحث کاوه.
د راپورونو له مخي د دې ګډوډۍ او جګړې له امله د پارلمان ودانۍ، ميزونو او چوکيو ته سخت زيان رسېدلئ دئ.