کور / تازه خبرونه / ډوني: له افغانستان سره لوبه تر تمرين آسانه، خو بېره په کار ده

ډوني: له افغانستان سره لوبه تر تمرين آسانه، خو بېره په کار ده

د هندوستان د کرکيټ لوبډلي مشر مهيندراسنګ ډوني وايي که څه هم د افغان لوبغاړو په هکله ډېر معلومات نه لري، خو خپلو تجربو ته په پام سره ورته دا لوبه تر تمرين هم آسانه ده، خو دا په دې معنى نه ده چي افغان لوبډله کمزورې ده.
ډوني د فرانس پريس آژانس ته ويلي د ده د معلوماتو له مخي افغان لوبډله ډېره زوروره ده او بلي خوا ته هندي لوبغاړي هم د آى، پي، ايل له لوبو تازه فارغه سوي او ستړي دي، خو د دې با وجود ډاډه يم چي لوبه به ګټو.
د کرکيټ د څارونکو په وينا هندوستان يو له هغو هيوادونو څخه دئ چي قوت ته يې په پام سره د نړۍ والي اتلولۍ وړ کانديد دئ، خو افغان لوبغاړي هم تر دوى په کمه نه دي.
بلي خوا ته د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي روزونکى کبيرخان وايي افغان لوبډلي د هندوستان لوبغاړي مطالعه کړي دي، د هغوى له رازونو خبر دي او انشاءالله ماته به ورکړي.
اونۍ دمخه د افغانستان د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي حميد حسن بي، بي، سي ته ويلي وو، چي د ناستي، ولاړي، خوب او ويښتيا، خوراک او چښاک پر مهال يې يوازنى فکر دا وي، چي څنګه د هندوستان لوبډله وګټي. د ښاغلي حسن په وينا د هندوستان د لوبغاړو کمزوري نقطې يې ځانته معلومي کړي دي او هيله يې وښوده چي د خپل پلان له مخي به دغه لوبډله وګټي.
د کرکيټ د لوبي څارونکي وايي د لوبي پر مهال د افغان لوبغاړو له تخنيک او کړو وړو څخه د جنوبي افريقا او هندوستان د لوبغاړو ناخبرۍ په مقابل اړخ کي بېره خپره کړې او په دې فکر کي دي چي څنګه افغان لوبډله ماته کړي.
د جنوبي افريقا د لوبډلي کپتان خو په ډاګه ويلي وو چي د افغانستان ګټل ورته ګران دي.
افغانستان سبا د هندوستان سره د شل آوريزو نړۍ والو سياليو لومړۍ لوبه ترسره کوي چي ټاکل سوې ده د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې شروع سي.
د افغانستان دوهمه لوبه د جنوبي افريقا له لوبډلي سره ده چي د هندوستان په څېر د کرکيټ په نړۍ کي يوه له پياوړو لوبډلو څخه ده.