د شل آوريزو نړۍ والو سياليو په درشل کي پاکستان له زيمبابوې سره يوه دوستانه لوبه درلوده چي د ١٢ منډو په توپير يې وبايلله.
دغه لوبه د ويسټ انډيز په سينټ لوسيا ښار کي ترسره سوه چي سبا به افغانستان خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره پکښي ترسره کړي.
زيمبابوې پاکستان ته په شلو آورونو کي ١٤٣ منډي هدف وټاکى او اووه لوبغاړي سوځېدلي وو، خو پاکستان په ټاکلو شلو آورونو کي دغه هدف پوره نکړاى سو او لوبه يې وبايلله.
د پاکستاني لوبډلي کپتان شاهد آفريدى ځکه د لوبي غوره لوبغاړى وبلل سو چي په ٢٦ منډو کي يې د زيمبابوې څلور لوبغاړي وسوځل.