الجزیره شبکه خبر ورکوی چی فرانسوي پوځ باالاخره اعتراف وکړ چی درې هفتې مخکی یې په کاپیسا ولایت کی څلور کوچنیان په راکټ ویشتلي او شهیدان کړي وو . د پوځ ویاند وویل چی نور نو دا کار نسی پټېدای ، او پر موږ طالبانو ډزي کړی وې نو ځکه موږ هم په راکټ سره ځواب ورکړ خو هغه په دغو ماشومانو کی لګېدلی و . دا موضوع هماغه مهال ځایی خلکو او طالبانو ویلې وه خو چا نه منل ، څو چی دا دﺉ نن فرانسوي پوځ رسمأ همدا اعتراف وکړ .