کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ايراني اخوندانو د وحشت زيږې رسۍ

د ايراني اخوندانو د وحشت زيږې رسۍ

 

په دې وروستيو کې دهغواعدام شويو افغاني ځو انانو جسدونه افغانستان ته راولېږدېدل ،چې دبې رحمه ايراني اخوندانوپه امرورته په غاړو کې رسۍ اچول شوې او په دار ځړېدلي وو.ددغو اعدام شويو افغان ځوانانو ټوله شمېره دځينو مالوماتو له مخې ٤٥ تنو ته رسيږي چې د شلو جسدونه يې هېواد ته راوړل شوي او دهر جسدپه بدل کې يې له کورنيو نږدې ١٠٠امريکايي ډالره اخيستل شوي دي.




                                   په انځورکې يوتن افغان ځوان له اعدام وړاندې ليدل کيږي.        
دکرزي په حکومت کې چې يوه ډله بورژوا بېروکراتان پکې په پيسو خرمستۍ کوي،عادي افغانان دفقر،بېوزلۍ اوبې کارۍ له امله دخپل هېواد نه په تېښته دي، څوک اروپايي هېوادونو ته دکارمزدوري په لټون دلارې  په اوږدوکې دغرونو اوځنگلونو دځناوروخوراک شي او څوک هم په لويو لويوسيندونوکې ډوب اولورى لدن يې نامالوم وي.سربېره پردې گڼ شمېر هغه افغانان چې دگاونډيو هېوادونو په شمول په بهر کې اوسيږي ژونديې له سختو ننگونو اورازرازناخوالو سره يوځاى تېريږي.


په گاونډيوهېوادونو په ځانگړي ډول په ايران کې دافغاني ګډوالو اواوسېدونکو افغانانوسره چې هلته دمزدورۍ لپاره تللي، دايراني حکومت دغيرې انساني چال چلند په اړه پخواهم ډېرځله راپورونه ورکړل شوي دي،دغه افغان کډوال په بېلابېلوبهانوسره ځورول شوي وهل ټکول شوي اوبې له دې چې کوم جرم دې پرې ثابت شي په زندانونو کې اچوول شوي اوپه واروار په زوراوجبرسره له ايران څخه راوتلوته مجبور شوي دي.که څه هم وخت پروخت دغلته اوسېدونکو افغانانو پرې دکېدونکوناکردواوزورزياتي شکايت دافغاني واکدارانو ترغوږونو رسولى اودکرزي له حکومت څخه يې په دې اړه دمرستې غوښتنې کړې دي،اوهم دغه رازددوى له دغې بدې ورځې نړيوال بشرپالان اودبشري حقونو څخه ددفاع ټولنې هم خبرې شوې دي. خوداچې نه افغان حکومت اونه هم کومې نړيوالې ادارې دايران له حکومته په کلکه وغوښتل چې نوردې په ايران کې له مېشته افغانانوسره ناوړه چلندپاى ته ورسوي،ځکه نوداځل دايراني گمرا اخوندانوظلم بېخي په وحشت بدل شوحتا تردې چې څوتنه افغاني ځوانانوته يې په ژوندوني اور اچولى کوم چې کاملاَ دانساني عاطفې نه لرې يووحشيانه کړنه ده.


داوخت په ايراني زندانونو کې ٥٦٣٠تنه افغانان بنديان دي چې ترنيمايي زيات يې داعدام پرسزامحکوم شوي دي،هېڅ يوه اداره داسې نشته چې زموږله دې اسلام اوانسان دښمنه گاونډي څخه وپوښتي چې دکومو کره اسنادو اومدارکوپربنسټ تاسې دغوبې وزلوانسانانو ته تر ټولوسخته سزا(اعدام) ورکوئ؟ ترټولوزياته خواشينونکې خوداده چې ددغوبې سرپرسته افغانانودخونديتوب اوژغورنې لپاره خپل حکومت اقدام نه کوي اوحتاپه لوړه کچه خپل غږپورته کول نه غواړي،نوتش په نوم بشرپاله ټولنې اوسازمانونه خوځکه داکارنشي کولى چې هغوى تل دهغوملتونواوهېوادونوپه چوپړکې دي څوک چې په سياسي اونظامي لحاظ غښتلي وي اوداډول ټولنوته مالي اومادي امکانات برابروي ځکه نو دخواروافغانانوپرمرگ يې چندانې خوا نه بديږي اوپردفاع يې ځانونه مسئول نه گڼي.


ديوه حقوقي آر (اصل) په توگه دنړۍ هرهېواد په هرځاى اوهېواد کې چې وي  ، دخپلومېشته وگړودخونديتوب اوساتنې مسئوليت پرغاړه لري،سفيران اوسياسي استازي  تل په دې هڅه کې وي چې په نوروهېوادونوکې چېرې چې دوى سفيران دي،دخپلواتباعوله امنيت اوخونديوالي ځانونه اگاه وساتي اوکه چېرې هغوى نيول کيږي اوياورته زيان رسول کيږي دقانوني حق په توگه دوى بايد دمسئول هېواد له چارواکوڅخه مالومات وغواړي. اوس پوښتنه داده چې آيا موږ هم په ايران کې دسفيرپه نوم کوم سياسي استازى لرو؟ هو داخومالومه ده چې موږهلته سفيرلرو خودهاتي په غوږکې ويده اوددونياله حاله ناخبره سفير،هغه چې دکرزي صيب دوزيرانو په څېريوازې خپل موقف ساتي اونوريې نوپه چاغرض نشته چې څه پرې کېږي نو کېږي به.د خپلووگړوپرداډول وحشيانه اعدام افغاني چارواکي چوپه خوله اوحتاځانونه ناخبره بولي دوى لاڅه چې زموږ په ملي شوراکې ناست وکيل صاحبان  هم لکه دکرزي اودهغه دوزيرانو په څېر له ايران نه په وېره کې دي په زغرده خپل غږ نشي پورته کولى دوى بايد دبهرنيو اومهاجرينوچاروله وزيرانوسملاسي پوښتنه کړې واى اوپه ايران کې مېشت سفيريې هم چې تر ډېره ددغې غميزې مسئول دى افغانستان ته راغوښتى واى.دغوشاغلوته ويل شوي واى چې تاسې که په دې پوهېداى چې ايراني اخوندان زموږ افغانان په دارځړوي مخکې له مخکې بايد هغه هېواد ته سفرشواى واى او دبندي افغانانو حال احوال يې له نږدې څېړلى اوافغانستان ته دهغوپه سپارلو له ايراني اړخ سره جدي خبرې شوې واى او که تاسې لااوس هم نه پوهېږى چې هلته څومره افغانان بنديان دي او څه ډول رويه ورسره کېږي نو ستاسو ددندو مانا څه ده ؟ وايي که خپله نه پوهېږې له بله يې زده کړه ايټاليا هم په افغانستان کې سفير لري اتباع يې په هلمند کې له ځانمرگي واسکټونو،تمانچواولاسي بمونوسره يوځاى لاس په لاس نيول کيږي اوددغه ولايت دوالي دوژنې تورپرې پورې کيږي خوچايې لا لاسونه هم ولچک نشوکړاى، لوړسرونه په دويمه ورځ له افغانستان نه رخصت شول دې ته وايي په بهر کې د خپلووگړوساتنه!


دامهال په ايران کې دافغاني بنديانو ژوند له جدي گواښ سره مخ دى افغان دولت بايد په ددغوزرگونوافغانانودژغورنې لپاره گړندي گامونه واخلي هغوى دې نور دايراني شرمخ صفته اخوندانو رحم اوکرم ته نه پرېږدي،که لاهم دافغان ادارې داډول بې تفاوتي اوناغېړي دوام وکړي دپاتې بنديانوپرژوند به دايرني دولت لوبه همداسې روانه وي اوهره ورځ به پرافغان کورنيودهغوى داعدام شويوغړوجسدونه دپيسو په بدل کې پلورل کېږي چې بيابه د افغان ولس زغم هم  دداسې يوحالت په وړاندې له قابو نه ووځي اوغوسه به يې توپاني شي .