کور / تازه خبرونه / راپور : د حامد کرزي ولسی ملاتړ خورا لږ سوی دی

راپور : د حامد کرزي ولسی ملاتړ خورا لږ سوی دی

فرانس پریس آژانس د پنتاګون د سروې او تحلیل پر اساس راپور ورکوی چی په افغانستان کی د خلکو لخوا د حامد کرزي څخه ملاتړ ۲۴٪ ته راټیټ سوﺉ دی ، یعنی د ۱۲۱ فعالو مرکزونو او کلیدی ولسوالیو څخه فقط ۲۹ یې د ده د حکومت ملاتړ کوی یا خواخوږي ورسره ښیی او بس . راپور وایی چی حکومت د فساد په ختمولو ، امنیت راوستلو او انکشافی کارونو کی بی کفایته او ناکام ثابت سوی دی او هغه حامد کرزﺉ چی یو وخت د نړیوالو محبوب و ، نن د هغوی د انتقادونو او خپګان سره مخامخ دی . راپور وایی چی دا د حامد کرزي د حکومت پر خلاف د عامه خپګان نتیجه ده چی ۲۰۰۹ کال د طالبانو لپاره د کامیابۍ بهترین کال و . راپور زیاتوی چی تشدد په افغانستان کی د ۲۰۰۹ په نسبت په ۲۰۱۰ کی ۸۷٪ زیات سوﺉ دی چی دا هر څه د ده د حکومت د بی کفایتۍ او فساد نتیجه ده .
خو سیاسی شنونکي وایی چی د افغانستان ناخوالي په یو یا څو افرادو پوری اړه نه لری بلکی سیسټم له ابتدا څخه کوږ جوړ سوﺉ او تر بل هر چا واشنګټن ډیر پکښی مسؤل دی .