دکندوز ولايت دپوهنې ريس عبدالمقيم حليمې وروسته له هغې د دندې نه ګوښه کړي شو کله چې په ياد ولايت کې په ښوونځيوکې پرښځينه زده کوونکيو بي هوښه کوونکې ګاز وپاشل شو ، اونږدي د 80 په شاوخواکې نجونې مسموم کړي شوي .
دکندوز ولايت چارواکو دياد ولايت دپوهنې رياست نوې ريس عبدالبصير کوچې تيره ورځ داتم دثور دلمانځنې په غونډه کې ددغه ولايت خلکوته وروپيژانده .
په ښوونځيوکې دګازو دپاشلو دپيښې وروسته دکندوز خلکو په لويه کچه دپوهنې درياست چارواکو څخه خپل شکايتونه زيات کړل چې ګواکې دخلکو بچو ته سمه پاملرنه نه کوې ددغه ګاز په هکله تراوسه کره مالومات نشته چې داکارچا او دا څه ډول ګاز وو ؟ ولې وسلوالو طالبانو لراوبرته په خپل يوپيغام کې داووم دثورد ورځې د غندلو ترڅنګ پرانجونو باندنې دګازو پاشل هم غندلې وول.
ددي وړاندې هم يوشمير دکندوز اوسيدونکيو په خپلو مرکو کې لراوبر ته ويلې وول چې دياد ولايت دپوهنې په رياست کې داستخدام اوکار ګمارنې پرمهال له خلکو بډې اخيستل کيږي .