دکابل – کندوز دلوې لارې په اوږدوکې دکندوز دعلې اباد ولسوالې په مربوطاتوکې دوه ورځې وړاندې يوملکې وګړې په رڼا ورځ دکرولا موټرڅخه نامعلومو وسلوالو کوز کړيدي
ددغې لوې لارې يوچلوونکې دنوم دنه ښوولوپرشرط لراوبر ته وويل : چې برمته شوي کس دختيزولايتونو پورې اړوند وو چې دکابل په لورې روان وو چې دعلې اباد په ولسوالې کې دنامعلومو کسانو د ورځې لخوا کوز کړي دي . ددغې پيښې مسووليت تراوسه هيچا پرغاړه ندې اخيستې دابه وروسته څرګنده شې چې اغواشوې کس شخصې دښمنې لرله اوکه چا دپيسولپاره برمته کړيدي نږدې يوه اونۍ وړاندې دهمدغه ولايت دچهاردرې ولسوالې پرسړک 6 تنه ديوې شخصې ساختمانې کمپنې کارکوونکې دنامعلومو وسلوالو له لورې اغوا شول چې دوه تنه په کې پاکستانيان هم شامل وول .