دوسلوالوطالبانويوتن وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته په يوه پيغام کې ويلي چې تيره شپه د دوي ملګرو د بغلان- مزارشريف په لويه لاره دچشمې شيرپه سيمه کې دناټوځواکونو پراکمالاتې قتاربريد کړيدي چې په پايله کې دوه ټانکرونه ويجاړکړي او يوه موټرچې کانتينر پربار وو له ځانه سره وړې دي .
خوناټودطالبانو ددغې خبرپه اړه تراوسه څه ندي ويلې خو دبغلان ولايت سميز چارواکې بيا وايي چې تيره شپه د اوو بجوپه شاوخواکې دپُل ګروګ په سيمه کې وسلوالومخالفينو پراکمالاتې کاروان بريد وکړ چې وروسته سمدستې امنيتې ځواکونه سميې ته وروسيدل اووسلوالو بيا له سمې تيښته وکړه ، دياد ولايت ديوچارواکې په وينا چې نه يي غوښتل نوم واخيستل شي لراوبر ته وويل : چې يوټانکر دسرخ کوتل په سيمه کې دوسلوالوپه ډزو چپه شوې او په کې بارتيل ترې تللي دي اويوموټرچې کانتينرپرې بار وووسلوالو طالبانو له ځانه سره وړې دي هغه داهم وويل چې په دغه نښته کې دواړه خواوته مرګ زوبله نده اوښتې. ولې دګاډو دچلوونکېو په اړه دمګړۍ کره مالومات نشته چې ايا هغوې ته خو په دغه پيښه کې مرګ زوبله نه وي اوښتې اوکه يا ؟