پاكستان پيپلز ګوند وئيلي دي چي د كراچۍ پرسطح د قومي او صوبا ئى اسمبلآ ټول پولنګ سټيشنونه د خپلې خوښې په ځايونو كښې جوړ شويدي د دغه له امله په 18 فروري په كراچې ښار كښې د درغلۍ او د وينو لوبه كيدله شي كراچۍ كښې مطبوعاتي كنفرانس ته د وينا په ترڅ كښې دپيپلز ګوند مخكښ سناتور تاج حيدر او راشد رباني وويل چى په كراچگۍ ښار كښې پولنګ سټيشنونه د زړو ځايونو څخه بدل شويدي او حكومت دخپلې خوښې په ځايونو كښې جوړ كړيدي پولنګ سټيشنونه پداسي سيمو كښې رامنځته كړل شويدي چرته چې د مخاليفينو لپاره درايو اچولو زمينه نده برابره په 18 فروري به پدغه سيمو كښې په لويه پيمانه درغلى وشي حكومت دي تروخت دمخه اقدامات وكړي.