دژوند رنګونه
زه په لمدو پولو روانه ومه
او دپټو مخ مې په سترگو څاره
دچاماغک او گندمک
سابه مې ډير خوښيدل
مگر ما هيڅ کله هم
د نورو نجونو په څير
خپلې ادکې مورته
يوديک سابه ورنه وړل
ځکه چې …
زه په پټوکې ترسبونه
ښکلى گلان خو ښه وم
دکاه کوچک ياسمندي
گلان مي ډير خوښيږي
دريدى گل مې ترهغى هم خوښ دى
ما درشکې او دشفتلى
دګلانو وږمه
د هوش اوحال نه باسي
کله چې کورته ځمه
خپلې ادکې مورته
زه د يوى غيږې سبو بدل کې
ژوند رنگونه او
خوندونه وړمه