د افغانستان دکرکيټ ملي لوبډلي نن له ايرلنډ سره د نړيوالو شل اوريزو لوبو د تياري لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړه او دې هيواد ته يې د ۱۳۴ منډو ۵ چکو په جوړولو ماته ورکړه .
د شېرخط په ګټلوسره لوبه ايرلنډ شروع کړه او افغانستان ته يې ۱۳۳ هدف وټاکه ، افغانستان تر ۱۳۴ منډو جوړولو وروسته ۳ بالونه لرل . دا لوبه د ويسټ انډيز دگيانا په پروودنس لوبغالي کي وسوه .