بسم الله الرحمن الرحیم
ددروند عالم د خدمتونود دریچې څخه:
د مولوې ګل رحمن «دیوبندي» د وفات دڅوارلسمې کالیزي په مناسبت مې غوښتل د هغه د یادونو دریچې ته یو ځغلنده نظر واچوم او دهغه د علمي لیکنو څخه داسې څه را واخلم چې د خپلو هیوادوالو او د نوموړی عالم د مینه والو سره یي شریک کړم ، خو د هغه په لیکنو کې مې دهغه یوه کوچنۍ رساله تر لاسه کړه چې په دري ژبه لیکل شوي او نوم يي دې ( حکومت ائتلافي ، یعنې اشتراک العمل کافر در امور مسلمانها ) .
په دې کوچنۍ رساله کې چې په دیرشو مخونو باندي مشتمله ده ، یواځی او یواځي په یوې موضوع باندي چې د ۱۹۹۰ومو کلونو په وخت کې ډیره ګرمه او حساسه موضوع ګڼل کیده او د مجاهدینو دجهاد پایلې د پلورل کیدو په حال کې وې او په هیواد کې د کمونستانو سره دګډ حکومت د جوړیدو له پاره سازشونه روان و، بحث شوې دې، ما ددې رسالې یو څو مخکیني مخونه راخیستي چې انشاءالله پاته برخه به یي بیا د خپلو درنو هیوادوالو تر مخ کیږدم . خو دا باید یاده کړم چې ددې فتوا محتویات که څه هم د هغه وخت د کمونستانو سره په ائتلافی حکومت کې را نغښتي و خو حکم یي عام دی ځکه دا دي نن چې ګران هیواد د روسانودسرو لښکرو څخه دمیلیونو شهیدانو په ځارونو خلاصون وموند اوس د امریکایانو په ولکه کې راغلې او د همغسې شرایطو سره مخ دې لکه د روسانو په وخت کې چې و . نو اوس هم د ائتلافي حکومت موضوع او د یهودو اونصاراو د حاکمیت خبره په ټینګه مطرح ده ، مولوې صاحب مرحوم د کفارو سره د شریک او ائتلافي حکومت موضوع ډیره پراخه څیړلې ده چې مونږ یی یوه برخه څیړنه دلته را خستې .
هسې خو د هیواد د ملي شخصیتونو ، پوهانو ، دینې عالمانو ، ادیبانو ، شاعرانو او لیکوالانو د یاد تازه کول او د هغوې په هکله خپل نوې کُول ته پوهه او معلومات ورکول په دې خاطر هم اړین دي چې زمونږ نوې کُول په دې و توانیږي د خپل تیر تاریخ په ځلانده او پیاوړو شخصیتونو افتخار وکړي او دهغوې د علومو، لیکنو او پندونو څخه څه زده کړی او دهغوې هغه ستونزې چې هغوی د علم او پوهې د تر لاسه کولو له پاره په هغه وختو کې ګاللې په نظر کې و نیسي او بیا داوسنیو اسانتیاو په شتون کې د خپلو تګلارو په اړه تصمیم و نیسي .
مرحوم مولوی ګل رحمن دیوبندي دهیواد د همداسې سترو شخصیتونو څخه یو دې، چې د علم او پوهې ډیوه یې د لیکنو تر څنګ د شاګردانو په تندیو کې هم له ورایه ځلیږي. ددغه دروند عالم دژوند په اړه لنډ معلومات په ویکپیډیا کې په دغه ادرس کتلاې شئ.
http://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%D9%8A_%DA%AB%D9%84_%D8%B1%D8%AD%D9%85%D9%86_%D8%AF%D9%8A%D9%88%D8%A8%D9%86%D8%AF%D9%8A
د مشریکینو سره دائتلافي حکومت جوړښت :
څرنګه چې په دې وختو کې په افغانستان کې ډول ډول پیښې را منځته کیږي ، له یوه اړخه د (شورویانو ) د سرو لښکرو او د بله اړخه دهغوې د مزدورو کمونستانو له اړخه هیواد په وینو رنګ دې ، خو اوس د الله په لوې فضل سره د مجاهدینو دپرلپسې بریدونو په واسطه د ماتی او تیښتې سره مخ دي ، غواړي یو بل نیرنګ او تزویر نه کار واخلي ،تر څو دالله د لارې مجاهدین په یوه ډول ائتلافي حکومت کې سره را و نغاړی ، خو مسلمانان باید دهغوې په شومو اهدافو باندي خبر اوسي . په دې خاطر زه دلته د کمونستانو سره د ائتلافي حکومت د نه جواز په اړه د یو څو پوښتنو ځوابونه وایم .
پوښتنه ! ایا د زندیقانو ، کمونستانو ، او مشریکینو سره دائتلافي حکومت جوړښت ته په محمدي شریعت کې جواز شته او که نه ؟ په ځانګړې توګه د افغانستان د کمونستانو سره ؟
ځواب : و بالله نستعین : باید ووایم چې پورته یاد کړل شوې ټولې ډلې د اسلام نه وتلې او کافران دي ، او هر مسلمان چې یو ځل مرتد شي هغه د اصل کافرانو څخه هم ( اشد کفرا و نفاقا) په کفر او نفاق کې سخت دی . تر څنګ یی د افغانستان کمونستان ظالم ، منافق ،…..هم دي او دداسې خلکو(کافرانو ) سره په حکومت کې دګډون او جوړښت د حرمت په اړه ګڼ شمیر قراني آیتونه ، نبوي احادیث او فقهي تصریحات موجود دي چې دلته یي زه د یو څو په بیانولو اکتفاء کوم .
لمړۍ دلیل: الله جل جلا له فرمایلي دی چې : (قد کانت لکم اسوة حسنة في ابراهیم و الذین معه اذ قالوا لقومهم انا برء ؤا منکم و مما تعبدون من دون الله کفر نا بکم و بداء بیننا و بینکم العداوة و البغضاء ابدا حتي تؤمنوا بالله وحده….( الممتحنه ۴)
اې مؤمنانو ! تاسې ته د ابراهیم او دهغه په ملګرو کې یوه ښه نمونه شته ، چې هغه خپل قوم ته په روښانه توګه وویل چې : ( مونږ ستاسې څخه او ستاسې د هغو معبودانو څخه چې تاسې د یوه الله په پریښولو د هغوې عبادت کوئ ، بیزاره یو . مونږ له تاسې څخه مخ اړوو ، او زمونږ او ستاسې تر منځ به د تل له پاره دښمنی وی مګر دا چې تاسې پر یوه الله باندي ایمان راوړئ )
الله جل جلا له د ابراهیم علیه السلام دا وینا چې خپل قوم ته یی کړې او په هغې کې یی د خپل قوم نه د هغوې د شرک او کفر په اساس بیزاری اعلان کړې او تر هغې یی ورسره دښمني اعلان کړې تر څو چې په یوه الله باندي ایمان را نه وړی ، مسلمانانو ته د اسوهء حسنة په نامه یاده کړې ده . یعنې دا چې د کفارو څخه باید بیلتون و کړل شي ، ځکه چې کفر اواسلام داسې یو له بله جدا دې چې یو دبله د میراث د اخستلو څځه هم بې برخې کیږی ، که څه هم هغه پلار او زوي وي .
عبدالله بن عمر رضې الله عنهما وایي چې رسول الله صلي الله علیه و سلم وفرمایل :« لایتوارث اهل الملتین » (ابوداود) یعنې مسلمان د کافر څخه او کافر د مسلمان څخه میراث نه شی وړلاې . ( که څه هم هغوې پلار او زوي وی )
اسامه بن زید رضي الله عنه د رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه د هغه وینا داسې را نقلوي : « لایرث المسلم الکافر و لا الکافر المسلم »(مشکوة باب الفرائض) یعنې مسلمان د کافره او کافر د مسلمانه میراث نه شی وړلاې .
ددې معنې داده چې کفر او اسلام داسې یو له بله سره جدا دي چې نه په کې پلار پلار پاته کیږی او نه په کې ورور ورور. نو څرنګه چې په کفر اواسلام کې د نژدې خپلوانو تر منځ هم جداي او بیلتون شتون ولري نو بیا به ددې دواړو تر منځ د مشترک او ګډ حکومت جوړول څنګه جائز و ګرځې ؟
اله جل جلاله د ال عمران په سورة کې فرمایي چې : ( یا یهاالذین امنوا لا تتخذو بطانة من دونکم لایألونکم خبالا ودوا ماعنتم قد بدت البغضاء من افوههم و ماتخفي صدورهم اکبر….( العمران ۱۱۸))
ای خلکو چې ایمان موراوړې دخپلې ډلې له خلکو پرته بل څوک خپل راز داره مه نیسئ ، هغوې به ستاسې پرخلاف د هیڅ ډول فتنې جوړولو څخه لاس وانخلي ،هغوې ته هر هغه څه چې تاسې ته دزیان سبب ګرځي غوره او محبوب دي ، دهغوې د زړه بغض او کینه د هغوې د خولو څخه را وزي ، مګر هغه څه چې هغوې په خپلو زړونوکې پټ کړي دي ددې څځه ډیر (سخت ) زیات دي …
ابن کثیر ددې آیت په تفسیر کې لیکلي چې الله جل جلاله خپل مؤمن بندګان ددې څخه منه کړی دي چې منافقین دې خپل دوستان و نیسي ، ځکه منافقین د ټولو لار څځه و هڅه او هاند کوي چې تاسې ته ضرر و رسوی او تر څو چې کولاې شی له تاسې سره د مکر و فریب او چل ول نه کار اخلي، هغه څه خوښوی چې مسلمانانو ته د تکلیف او زحمت سبب ګرځي .
په دې اساس دهغوې سره ګډ حکومت جوړول ، یا دهغوې سره پټه دوستي پالل، …..روا نه دی ځکه چې الله جل جلاله دداډول دوستۍ او راز دارۍ څخه مسلمانان منه کړي دي . همدا راز کافرو او منافقو وګړو ته په اسلامي حکومت کې ماموریت او کار ورکول نا روا ګڼل شوي دي چې تفسیر ابن کثیر په دې اړه څرګندونې کړي دي او دلیل یی هم د سیدنا عمربن الخطاب دا وینا ده چې په کې یی فرمایلي دي : قیل لعمر بن الخطاب رضی الله عنه ، ان هاهنا غلاما من اهل الحیرة حافظ کاتب فلوا تخذته کاتبا . فقال : قد اتخذت اذا بطانة من دون المؤمنین …….(تفسیر ابن کثیر ۳۱۳م لمړۍ جلد)
ابن ابي حاتم وایي چې هغه وخت چې عمر بن الخطاب ته خبر ورکړل شو چې دحیریه دخلکو څخه یو ډیر لایق کاتب راغلې نو که چیرې په کار یي و ګمارې ، هغه ورته وویل : که چیرې هغه دلته په کوم کار و ګمارم نو د مؤمنانو نه پرته به مې د نورو سره دوستې کړي وي .
په دې اساس ددې څخه دا استنباط کیداې شي چې اهل الذمه و ته داسې کار ورکول چې هغوې ته پر مسلمانانو باندي برتري او فوقیت ورکړي او هغوې د مسلمانانو په اسرارو باندي خبر کړي او دا امکان هم موجود وي چې هغوې به دا رازونه او اسرار اهل الحرب دښمنانو ته ورسوي ، جواز نه لري. لکه څنګه چې الله جل جلا له فرمایلي دي (لایألونکم خبالا ) یعنې هغوې غواړې تاسې په مشقت او ستونزو کې ور واچوي ، په دې اساس هغه کسان چې د کافرانو سره د دوستۍ دعوې کوي لکه څنګه چې د افغانستان کمونستان د روسانو سره ددوستۍ دعوې کوي نو بیا به هغوې هر ډول چې وې د مسلمانانو رازونه کافرو (روسانو ) ته ور رسوي ، نو دداسې منافقانو سره مشارکت کول هم ، چې په فریب او چل ول سره یي غواړی اوخپل حق یي ګڼي هم روا نه دې .
رسول الله صلي الله علیه وسلم دا ډول مشارکت منعه کړی او فرمایلي یي دي چې : عن عائشة رضې الله عنها، انها قالت :خرج رسول الله صلي الله علیه و سلم لبدر فتبعه رجل مشرک کان ذا جرأة و نجدة ففرح اصحاب رسول الله صلي الله علیه وسلم حین رأفة فقال نبي صلي الله علیه وسلم : ارجع فلن استعین بمشرک . (روح المعاني ۱۳ مخ دریم ټوک)
بې بې عائشة رضې الله عنها فرمایي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم د بدر د غزا له پاره را ووت ، دهغه پسې وروسته یو مشرک هم راغې ، دا مشرک ډیر ځواکمن او د جرآت خاوند و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګری دهغه په کتلو ډیر خوشحاله شول. خو پیغمبر صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل : بیرته ستون شه ، زه هیڅکله هم د مشرک نه مدد او استعانت نه غواړم .
د احد د غزا په وخت کې هم همداسې یوه پیښه را منځته شوې وه . « روې أن النبي صلي الله علیه وسلم رأې یوم احد کتیبه حسنأ ، قال : من هؤلاء ؟ فقیل : یهودي بن فلان خلفاء ابن ابي فقال رسول الله صلي الله علیه وسلم : انا لانستعین بمن لیس علي دیننا لانهم کانوا اهل منعة ، وکانوا لایقاتلون تحت رایة رسول الله صلي الله علیه وسلم ، و عندنا اذا کانوا بهذه الصفة یکره الاستعانة بهم « شرح سید الکبیر ۱۸۶مخ دریم ټوک )
راوي وایي چې د احد په جنګ کې پیغمبر صلي الله علیه وسلم یوه ښایسته ډله وکتله ،پوښتنه یي وکړه چې دوې څوک دي ؟ ځوا ب ورکړل شو چې فلان یهودېان چې د ابن ابي له دوستانو څخه دي. رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته و فرمایل چې : مونږ د هغه چا څخه چې زمونږ په دین نه وی مرسته نه غواړو .
علماوایي چې : دا یوه ځواکمنه ډله وه ، خو د رسول الله صلي الله علیه د بیرغ لاندی نه جنګیدل ، نو هغه کسان چې د همداسې صفتونو خاوندان اوسي ، روانه ده چې ترې استعانت او کومک و غوښتل شي .
د ( دبدر او احد ) په دواړو غزاواتو کې د مسلمانانو شمیره ډیره کمه وه او وسله یي هم . خو په مقابل کې یی دکافرانو شمیره هم زیاته وه او وسله یي هم ډیره وه . مسلمانان کومک او بسپنې ته اړ هم وو ، خو مسلمانانو د قران د لارښوونو سره سم چې وایی « و من یتوکل علي الله فهو حسبه » ، د الله جل جلا له په ستر ذات باندي توکل وکړاو منافقین یي د مسلمانانو د لیکو څخه وویستل ، دا په داسې حال کې چې پخپله پیغمبر صلي الله علیه وسلم د منافقینو مشارکت بد ګاڼه ،او هغوې یي تبعید کړل ، په دې اساس په افغانستان کې هم باید د منافقینو سره همداسې معامله تر سره شي او دهغوې سره په کار کې هیڅ ډول مشارکت و نه کړل شي . دلته د هدایي د عبارت له مخې یوه پوښتنه را پورته کیږي او هغه دا چې :
(و اماالمرتدون فیوادعهم الامام حتي ینظر في امرهم ولا تأخذوا علیه مالا ولو اخذه لم یرده ) لانه مال غیر معصوم ولو حاصر العدو المسلمین و طلب الموادعة علي مال لیدفع المسلمون الیهم لا یفعل الامام لما فیه من اعطاء الدیة و الحاق الذلة با هل الاسلام الا اذا خاف الملاک لأن دفع الملاک واجب باې طریق .« هدایة الاول ،کتاب سیر ، باب الموادعة ۳۵۸مخ دریم جلد.»
یعنې امام دې د مرتدینو سره په دې خاطر سوله وکړي ، چې کیداې شي هغوې اسلام ته بیرته را وګرځي ، اومسلمانان دې د سولې په خاطر دهغوې څخه مالونه نه اخلي ، ځکه چې دا بیا جزیه ده اودهغوې څخه د جزیي اخستل روا نه دي ، او که چیرې فرضا مسلمانان د هغوې څخه دمال په بدل کې سوله وکړي او مال ترې واخلي نو په دې صورت کې دې دهغوې مالونه هغوې ته بیرته اعاده کړي . ځکه اخستل شوي مال معصوم نه بلکه مباح دې. او که چیرې مرتدین بریالي شي او مسلمانان یی محاصره کړل ،او بیا یي د سولې په خاطر د مسلمانانو څخه مال و غوښت ، نو د مسلمانانو امیر باید هغوې ته مال ورنه کړي ، ځکه د مال ورکول د مسلمانانو په ذلت او سپکوالي باندي دلالت کوي او هر هغه کار چې دمسلمانانو د سپکوالي سبب کیږي هغه کار حرام ګڼل شوې دې . نو په دې اساس نن چې د افغانستان زندیقان د مسلمانانو څخه قدرت او واک غواړي نو دداسې غوښتنې منل نه یواځې د افغانستان بلکه د نړۍ د مسلمانانو په سپکاوي باندی تمامیږی ، مګر دا چې مسلمانان د خطر سره مخامخ شي او دا درک کړي چې اوس وژل کیږي نو په داسې حالاتو کې هر ډول سوله مجاز ده او دا هله پیښیږې چې مرتدینو هغه ځآې تر اور لاندې نیولې وې . لکه چې فتح القدیر و بحر الرائق دا شک په دې توګه رد کړې دې :
پرلپسې لري……