(( سټريوتيپونه دفکري-ژبنيو د واحدونو په توګه او افغاني فرهنګ کې د هغو درک ))
دا هغه موضوع ده، چې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د روسي څانګې پخواني استاد محب الرحمن د خپل ډاکتري د تزسس لپاره ټاکلې وه.
استاد محب الرحمن په درې وروستيو کلونو کې د مسکو د پوشکين په دولتي انستيتوت کې د خپلې ډاکترۍ لپاره کار او څېړنې کولې.
دڅېړنې موخه پر ژبه د فرهنګ اغېزه ،په ليکنۍ او ګړنۍ ژبه کې د هغه د نښو نښانو او د بېلابېلو فرهنګونو د استازو ترمنځ د راشې درشې په بهير کې د فرهنګ مرستندويه ونډه ده.
د ډاکترۍ دغه دسرتيشن (تزسس ) څېړنز کتاب يوه سريزه،درې څپرکي،يوه پايله او د ماخذونه برخه لري:
۱-محاوريزه (ګړني) سټريوتيپونه د پوهاوۍ د واک د يوې برخې په توګه .
۲-د محاوريزو(ګړنيو) سټريوتيپونه، وده او بدلون.
۳-محاوريزه (ګړني) سټريوتيپونه او په افغاني فرهنګ کې د هغو د پوهېدنې د آسانتياوو او ستونزو لارې چارې.
دا په څو وروستيو کلونو کې په روسيه کې د افغانستان د پوهانو دخورا ښو علمي څېړنو يوه غوره بېلګه ده. د دې اثر غوره والی په دې کې ده چې موضوع يې ژبپوهنې پورې اړه لری.
په افغانستان کې زموږ زياتره څېړونکي په ادبپوهنه لګيا دي او د ژبنيو څېړنو په برخه کې علمي څېړنې خورا لږې دي.
د ډاکترۍ په دغه دفاع کې د پوشکين د دولتي پوهنتون دشورا له غړو نه پرته،د مسکو د دولتي پوهنتون استازی،د مسکو د ژبپوهنې د انستيتوت او د مسکو د بهرنيو ژبو د زده کړو استازو ګډون درلود.
په دغه دفاع کې په روسيه کې د افغانستان د سفارت ديپلوماتانو او په روسيه کې د افغانستان فرهنګي استازي داکټر لطيف بهاند،په روسيه کې دافغانستان د فرهنګی ودې د ټولنې مشر شاه محمد ګويا، يو زيات شمېر افغانانو او د پوشکين د انستيتوت يو شمېر زياتو څېړنکو ګډون درلود.
ښاغلي بهاند د مبارکۍ په خپله وينا کې د هېواد لپاره د ځوانو ژبپوهانو په روزنه کې د دې انستيتوت له ونډې مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې دغه انستيتو ت وکولای شي دافغانستان لپاره نور ژبپوهان هم وروزي.
په روسيه کې د افغانستان د فرهنګي څانګې تر پرانستنې وروسته(۱۳۸۵) د افغاني محصلانو زده کړو او دهغو څېړنو خورا علمي او هر اخېزه بڼه پيداکړي او هغوي له دغې څانګې سره په مشورې کې د دفاع لپاره دخپلو ديپلومونو او څېړنو لپاره موضوع ټاکي.
په مسکو کې ميشت افغاني فرهنګي په داسې حال کې چې استاد محب الرحمن ته د ډاکترۍ د اخېستو مبارکۍ وايي، هيله لري چې د ژپپوهنې په برخه کې د ده دغه زده کړې د ده د ژبې او خلکو لپاره ګټوره وواسي.
په درنښت