د روسیې ( روسیاسکا ګزیتا ) نن ولیکل چی د افغانستان هیرویًین روسیې ته د یو ستر توپان غوندی وربهیږی او روسیه یې په مصیبت اخته کړې ده . یوازی تیر کال دغو هیرویًنو دیرش زره کسان مړه کړي دي او نور یو لک ( سل زره ) مرګونه هم د همدې مخدره موادو له درکه دي . راپور وایی چی د دې هیرویًنو یو ډوز په دوه نیم ډالره دی چی د « ودکا » تر شرابو ارزانه دي . راپور زیاتوی چی هر کال د افغانستان څخه ۷۰۰۰۰ کیلو هیرویًین روسیې ته راځی .
د روسیې د مخدره موادو د کنټرول د څانګی ریًس ویکتور ایوانوف وویل چی « روسیې ته د افغانستان لخوا د دې مخدره موادو راتلل د یو سونامی توپان غوندی دی چی موږ پکښی ډوبیږو . روسیه په نړۍ کی د افغانی هیرویًنو تر ټولو ستر مصرفونکی هېواد ګرځېدلی دی . » ده وویل چی په روسیه کی۱۲۰۰۰۰ د هیرویًنو عملیان او کاروباریان بندیان دي لاکن د دې توپان مخه بیا هم نسی نیول کېدای . ده په افغانستان کی پر امریکایی پوځ او ناټو باندی د مخدره موادو د نه ختمولو پړه واچوله .
راپور زیاتوی چی د روسیې د « نژنی نووګورود » ولایت تر ټولو ډیر معتادان لری چی د هغې جملې څخه یوه هم ۴۲ کلنه د تاریخ خورا مشهوره او لایقه ښوونکې ( سویتا مخنینکو ) ده چی اوس ببر سر ، لڅي پښې ، کثیفه او ډنګره په واټونو کی آواره ګرځی .