د خوست ولايت په تڼيو ولسوالي کي د يوه ښخ سوي ماين له امله ١٢ تنه مړه سوي او ډېر نور ټپيان سوي دي.
د خوست ولايتي مقامات وايي پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته سوه چي د ملکي کسانو يو مني بس موټر پر ماين وختئ.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ د دې چاودني مسئوليت د طالبانو پر غاړه واچاوه او وايي له امله يې ١٢ ملکي کسان مړه او څلور سخت ټپيان سول.