کور / تازه خبرونه / کندوز:مجاهدينودبری ورځ ولمانځل شوه .

کندوز:مجاهدينودبری ورځ ولمانځل شوه .

دهيواد په شمالې ولايت کندوز کې دنوروولايتونوپه څير دمجاهدينو دبرې ورځ ددغه ولايت ديوشمير پخوانيوجهادي څيرو، سپين روبو، ځوانانو،ميرمنو اومدنی ټولنو استازو له لورې ولمانځل شوه.
په غونډه کې دياد ولايت د والی مرستيال حميدالله دانشي ، امنيه قوماندان جنرال محمدرزاق يعقوبی ويناويي وکړې .
حميدالله دانشي په خپلوڅرګندونوکې وويل 🙁 واقعې مجاهدين په اوسنې حکومت کې لوړې څوکۍ ،مقامونه او لوړپوړيزه ودانۍ نلرې بلکه هغوې په خورا فقير حالت کې ژوند کوي . دهغوې بچی پخيبلې ګرځې دنوور دبچوپه څير هوسا اوارام ژوندنلري
همدارنګه امنيه قوماندان يعقوبې بيا وويل چې د دولت وسلوالو په دغه ولايت کې د ټيلفونونو اومخابراتې شبکو دبنديزسره سره بيا هم خپل ځانونه خوندې ونشوساتلاې اوپه تيروڅو ورځوکې دارچي په ولسوالې کې خپل دسرسړې له لاسه ورکړ . دغه راز هغه داهم وويل چې وسلوال داسلامې شرعيت نه په ګټې اخيستنې سره خپلې موخې ترلاسه کوي چې دهغه په وينا چې هيڅکله به خپلواهدافوته تمايل پيدانکړي.
خو يوشمير ددغه ولايت اوسيدونکي بيا دغې ورځې ته دومره په ښه نطرنه ګورې اووايي لدې وروسته افغانستان دخپلمنځوجګړوپه لومه کې پريوت چې تراوسه يي بدې پايلې پرځاي پاتې دي. مجاهدين 18 کاله وړاندي په همدغه ورځ کابل ته راننوتل اودډاکټرنجيب الله کمونيست رژيم چې دمسکوله خوا حمايه کيده نسکورشواوپرځاي يي صبغت الله مجددي دولسمشرپه توګه وټاکل شو .