د هندوستان حکومت وايي په اسلام آباد کي د دوى د سفارت کارکوونکي مادهوري ګپتا د پاکستان استخباراتو ته د هند په هکله حساس معلومات نه دي ورکړي، خو په افغانستان کي يې د هندي مامورينو د فعاليت په هکله پاکستاني استخباراتو ته ډېر څه ويلي دي.
د هند حکومت څلور ورځي دمخه په پاکستان کي د خپل هيواد يوه ډيپلوماته د پاکستان آى، ايس، آى استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور ونيوله، چي اوس تحقيقات ځني روان دئ.
د هندوستان حکومت وايي ٥٣ کلنه مادهوري ګپتا په اسلام آباد کي د هند د سفارت د اطلاعاتو مرستياله وه، چي د اردو څخه به يې هندي ته ترجماني کوله او له تيرو دوو کالو راهيسي يې د آى، ايس، آى سره تار غځولى وو.