کور / تازه خبرونه / د افغانستان څخه راغلی عسکر خپله میرمن او لور ووژل

د افغانستان څخه راغلی عسکر خپله میرمن او لور ووژل

د امریکا ( مارنینګ کال ) اخبار ولیکل چی یو امریکایی عسکر چی د افغانستان څخه دوې میاشتي مخکی را ستون سوﺉ و ، په الاسکا کی خپله میرمن او اته میاشتنۍ لور وویشتل او ځای پر ځای یې ووژل او وروسته یې ځان هم وویشت خو پخپله سخت زخمی او په روغتون کی بستر دی . د پیښی علت معلوم نه دی چی آیا دغه عسکر د افغانستان جګړې په دماغی تکلیف مبتلا کړی و که څنګه .
پوځی شنونکي وایی چی د افغانستان څخه را روان پوځیان اکثریت په روحیاتی او دماغی ناروغیو اخته کیږی چی دې کار ټولنه ناروغه کړې ده .