کور / علمي / افغانستان د ټبرونو یوه ګڼه ګېډۍ

افغانستان د ټبرونو یوه ګڼه ګېډۍ

۱۳۸۸/لېندۍ/۲۹  لمریز کال

افغانستان د ګڼ شمېر ټبرونو له ټولګي څخه جوړ یو هیواد دۍ چي بیا خو لا د کړکېش په اوږدو کي له بېلا بېلو سیمو څخه یا خو له ناچاري کېدو او یا هم د راخوابدي کېدو له امله زموږ د هیواد پرانستي غیږي ته را کډي په سر شوي او له موږ سره یې بیا د کلنو کلنو په اوږدو کي یو ګډ د ورورولۍ د ژوند مزل په ګرانښت سره پلی کړی.

او د یادوني لپاره خو به لا ښه دا وي چي ټول د نوموړو ټبرونو وګړي پرته له ژبي او ځیني رواجي پلوونو په نورو ټولو برخو کي سره یو شان د ژوندانه دودونه او بنسټونه لري او د هڅوب او ژواک له بېلابیلو اړخونو تر یوې ګډي سریځي لاندي ژوند تېروي ګوا زموږ په ډېر لنډ ګاونډ کي پروت هیواد پاکستان چي هغه هم یو لړ سره د بیلو ټبرونو له وګړو څخه جوړ هیواد دۍ خو د افغانستان په څېر په پاکستان کي نوموړي ټبرونه نه یوازي یو له بل سره په ژبه کي لیریتوب لري بلکه پرته له کېشه(مذهب) د ژواک، په نورو دودونو کي هم په نژدې بشپړه توګه توپیر سره لري چي داسي یوه پېښه لامل د دې ګرځېدونکي وي تر څو پرې نږدي چي سره د بیلو ټبرونو کسان په خپلو کي ښې د خپلوي، انډوالي، خوښ نیتي، زړه تړاوي او خېښي اړیکي وساتلی شي. نو له هغو سره د نه ورته والي د ټکو له کرښي څخه ځیني په لاندي ډول دي:

د موخۍ په توګه کورت چي په افغانستان کي د ناز له خوړو څخه یو ډول دۍ چي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د ټولو ټبرونو تر منځ په یوه کچه لومړیتوب لري خو په ترځ کي که نوموړي د کورتو بېلګه په پاکستاني هویت کي وګورو نو به وپوهیږو چي پرته له هلته مېشتو پښتنو څخه چي د افغاني ټولني ریښي شته پکي، کورتو ته پراخه ایشتیا لري، خو په نورو پاکستاني ټبرونو لکه پنجابي، سندهي، سرایکي او نور بیخي د کورتو له نامه سره لا هم نابلده دي.

بله د یادوني وړ بېلګه په خوړو کي شوروا ده چي په افغانستان کي یې د هر ټبر خلک په ښه لېوالتیا سره خوري خو په پاکستان کي یې پرته له پښتنو نور څوک نه خوري. نوري هم په خوړو کي ډیري داسي بیلګي شته چي هغه د ټولو افغانانو په منځ کي یو برغو نوم ولري لکه ګندنه، پلو، لاندی او داسي نور چي د افغانستان ټولو ټبرونو ته په یوه ډول د ارزښت وړ وي خو که چیري په دې بڼه بیلګي په پاکستان کي وڅېړو نو له ډیرو داسي څیزونو سره به مخ شو چي هغه څه چي یوه ځانګړي ټبر ته خو به ډېر د ارزښت او پاملرني وړ وي خو په څنګ کي به یې بل یو داسي ټبر شته وي چي هغه بیخي په خبر هم نه وي، لکه پټو یا تازر چي په پښتنو کي د پت په اند ډېر ژور انګېرل کیږي خو په نور ټول هیواد کي یوازي ورته د یوې بړستني په اند سره ګوري. په همدې بڼه د ژوندانه ځیني نور دودونه هم شته چي د پاکستاني اولسونو تر منځ توپیرونه سره لري لکه په ودونو کي یو لړ دودونه او رواجونه شته چي د پښتنو او بلوڅو دودونه یې له پنجابي او سندهي نغریو سره توپیر کوي. داسي نوري هم ډیري موخۍ شته چي د کیښني لپاره یې یوه ډیره لویه لیکنه په کار ده.

په افغانستان کي ټول مېشت توکمونه د افغانستان د غرنۍ، شخي او یخي هوا او د مستو او زیږو اوبو د چښلو له کبله داسي راغلي چي ټول یې په یوه ځانګړي ډول تکړه توب لري او په هسکو سترګو روږدي دي چي دا هم د افغانستان د نوموړو ګڼ توکمیز هویت یوه ټولیانه ځانګړنه ده.


افغانستان د نړۍ یو له هغو ډیرو لږو هیوادونو څخه دۍ چي په هر ولایت او ولسوالي کي یې د بیلو ټبرونو وګړي خپل خپل کلي سره لري ګوا په افغانستان کي هیڅ یو داسي ولایت نشته چي په هغه کي دي یوازي یو ځانګړی ټبر واوسي لکه ځیني کسان په دې ګومان وي چي د افغانستان په سویلي سيمو کي ټول پښتانه اوسي اوپه کوتبي برخو کي تاجک، ازبک او نور اوسیږي، خو داسي هیڅ نه ده. بلکه پرته د سهیل له ځینو ولایتو نو په نور په نور ټول افغانستان کي هر ولایت د ټبرونو یو لړون دۍ. نو له دې کرښي څخه د موخۍ په څېر ځیني ولایتونه د یادوني وړ دي لکه:

د پاریاب په ولایت کي د المار، کیسار او بېل چراغ بابا په اولسوالیو کي پښتانه مېشت دي، په خواجه سبز پوش او شیرین تګاب کي ازبک پراته دي او خپله د میمنې په ښار او شا او خوا کي هم کابو ټول ازبک اوسیږي.

د جوزجان ولایت د اکچې اولسوالي ښه د یادوني وړ ده، ګوا د نوموړي اولسوالي د مردیانو په سیمه کي ازبک او ترکمن اوسیږي، د جنګل اریغ په کلي کي ترکمن مېشت دي، په شیرک ترکمنیه او اسلام تور اباد کي هم ترکمن مېشت دي او د اربو یو کلی هم په اکچه کي موجود دۍ او د نوموړو کلیو په مینځ مینځ کي هر ځای پښتانه او تاجک هم مېشت دي لکه د شیرک ترکمنیه، جنګل اریغ او اسلام تور اباد تر مینځ د پښتنو یو لوی کلی پروت دی. د نوموړي ولایت د خواجه دو کوه اولسوالي هم د یادوني وړ ده چي رشید دوستم هم له دغې اولسوالي څخه دۍ په نوموړي اولسوالي کي یو اڅکزی ملک نهه سوه جریبه مځکه لري خو د نوموړي اولسوالي نور وګړي ټول ازبک دي او بیا د سرپل او شبرغان ښار تر مینځ په پرتو سیمو کي ځای ځای تاجک د ازبکو تر مینځ اوسیږي. او نور نو له ترکمنستان سره په پولي پرتې سیمي لکه په کرکين، خامیاب او کلیپت بندر کي بیا ترکمن اوسیږي.

د سرپل په ولایت کي چي نژدې ټول وګړي یې ازبک دي خو بیا هم د سوزمان کلا ولسوالي او د سرپل ښار تر مینځ په غزېدلي لاري باندي د اربو یو لوی کلی پروت دۍ چي په پښتو ژبه غږیږي او هم دې سیمي ته نږدې د پښتنو کلي هم شته.

د بلخ ولایت چي مرکز یې د مزارشریپ ښار دۍ او ځیني پېژندلي اولسوالۍ یې خلم، هیرتان، مارمول، بلخ، دهدادي، چمتال، شولګره، چهاربولک، دولت اباد، شور تېپه، کشندې، نهرشاهي، کلدار او چارکنت دي. په دې ولایت کي هم په هره اولسوالي کي په بېلا بېلو ژبو خبري کونکي وګړي مېشت دي لکه د چهاربولک په اولسوالي کي چي ډېر وګړي یې پښتانه او تاجک هم پکي اوسېږي خو د کوره چي په نامه په یوه کلي کي بیا هزاره اوسېږي او یو څه ازبک هم پکي مېشت دي. د دولت اباد په اولسوالي کي د بیدو په کلي کې هم ازبک او هم تاجک اوسیږي او لږ ترکمن او ارب هم لري. د سېونچي خوجه په کلي کي ازبک خو تر هغو رالاندي بیا د بلخ تر ښار پوري کابو ټول پښتانه اوسیږي. او په ګوجله کلي کي بیا پښتانه او تاجک پراته دي او د نورو کلیو وېش یې هم په دغه بڼه دۍ. د بلخ په اولسوالي کي د لرغوني بخدې ښار چي د افغانستان لومړنۍ پلازمېنه وه په مینځ او شا او خوا کي پښتانه اوسیږي او د دیوال میدان په کلي کي ډېر تاجک او یو څو کوره پښتانه او ازبک هم اوسېږي چي ډېرو ژبه یې لاتر اوسه تازي (عربي) ده که څه هم روغه تازي ژبه نه شي غږولی خو ژبه یې بیا هم تازي ده. د چمتال په اولسوالي کي چي یوه کچه وګړي یې تاجک دي خو نور یو شمېر یې ازبک او ډېر پښتانه هم پکي اوسېږي لکه د نوښار په نامه کلي کي ټول پښتانه اوسیږي. په همدې توګه د ارب مزاري په نامه یو کلي پکي د اربانو هم دی، چي په دري ژبه باندي ګړیږي. ګوا د بلخ په ټولو اولسوالیو کي په هم دې توګه بېلا بېل ټبرونه ګډ ژوند کوي.

د بدخشان په ولایت کي چي کابو ټول وګړي یې تاجک دي او یو لږ کچه ازبک هم پکي اوسیږي لکه د بدخشان د مرکز پیزاباد ښار په لوېدیزو څنډو کي چي د ازبکو کلي پراته دي.

د بغلان ولایت چي وګړي یې نیم پښتانه او نیم تاجک دي خو بیا هم نور ټبرونه پکي مېشت دي لکه د بغلان او کندز تر مینځ په غزېدلي لویي لاري باندي د ګرداو، جلوګیر، او مسجد سپېد په کلیو کي ټول ازبک اوسیږي. او هم په لویه لاره باندي یو کوچنی کلی پشه یان هم اوسیږي.

د افغانستان په سهیلي ولایتو کي که څه هم چي ټول پښتانه اوسیږي خو بیا هم په ځیني ولایتونو کي نور ټبرونه هم شته دي لکه د میدان وردګ ولایت ډېر وګړي یې پښتانه دي خو بیا هم د ځینو سیمو خلک لکه سیاخاک، تکانه، جوکول او سیاسنګ هزاره دي. او هم د غزني ولایت یوه لویه اولسوالي جاغوري هم هزاره دي. د غزني په ښار کي تاجک هم ډېر اوسیږي او د غزني نور وګړي ټول پښتانه دي. د هلمند په ولایت کي چي ټول وګړي پښتانه دي خو بیا هم یوه لږ کچه ازبک او هزاره پکي اوسيږي. د لغمان ولایت په النګار اولسوالي کي ځای ځاي د پښتنو تر منځ تاجک هم اوسیږي. د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کي هم له پخوا څخه ډېر تاجک اوسیږي چي د پکتیا په سمییزه بولګه کي ورته دیګان وایي او هم د پکتیکا په ارګون اولسوالیو کي هم مېشت دي. که څه هم چي د لوګر ولایت ډېر وګړي پښتانه دي خو بيا هم په ډېرو سیمو کي د پښتنو تر منځ تاجک هم اوسیږي.

که څه هم چي نوموړي یادلرني د افغانستان بشپړه جغراپیه نه ده خو د بیلګي په توګه د افغانستان د بشپړي جغراپیې څرګندویي دي.

په دې ډول سره د ټبرونو ګډ ژوند ډېر ځله ګټمېره جوت شوی ګوا له همدې امله افغانستان د تېرو کورنیو جګړو او بیا د تالبانو د غورځنګ په بهیر کي کېدای شو چي په منځ سره وېشل شوی وای خو په هر ځای کي همدې د ټبرونو شته والي پرېنښود چي افغانستان په منځ سره وشکوي او تل یې په خپلو سیمو کي هغو ډلو ته هرکلی ویلی چي په پرتلیزه توګه د افغانستان د ټینګښت او یوالي لپاره اغېزمن څرګندېدل.