کور / علمي / د بدخشان ولایت ځانګړني

د بدخشان ولایت ځانګړني

۱۳۸۹/وری/۱۰  لمريز


بدخشان چي یو له لویو ولایتونو د افغانستان څخه دۍ، د هیواد په کوتبي ختیځه څنډه کي ځای لري. نوموړی ولایت په کوتبي برخه کي د ۵,۹۴۰ کیلو مترو په اوږدوالي له تاجکستان سره، په ختیځ کي د ۹۶ کیلومترو په اوږدوالي له چین سره، په سهیلي برخه کي د ۱۰۲ کیلو مترو په اوږدوالي له جمو او کشمیر سره او د ,۵۳۰۹ کیلو مترو په اوږدوالي د ډیورنډ له کرښي سره زموږ د هیواد د بهرنیو پولو یوه برخه جوړوي او د لویدیځ پلو ته په ترتیب سره د افغانستان د تخار، پنجشېر او نورستان له ولایتونو سره نښتی دۍ. د نړۍ د کرې د ارزالبلد د ,۴۹۳۸ او ۴۴,۳۵ درجو او د تول البلد د ۸۹,۷۴ او ۹۹,۶۹ درجو په منځ کي ځای لري. د بدخشان ولایت مرکز د پیزاباد ښار دۍ او ټولي (۲۷) اولسوالۍ لري، چي له ټولو ۱۵۰۰ کليو څخه جوړ دۍ او د یادوني وړ اولسوالي ګاني یې کشم، شغنان، بهارک، ارګو، اشکاشم، سرغلام (شهدا)، تګاب، جرم، واخان، دره ایم، پامیر، خاش، او کلای پنج دي. په بدخشان کي زموږ د هیواد څلور لوی جهیلونه؛ د چکمکتین جهیل، د زرکول جهیل، د کول شیوه جهیل او د توپخانی جهیل هم ځای لري. له نوموړو جهیلونو څخه د زرکول جهیل د افغانستان او د تاجکستان تر منځ د پولي په اوږدو پروت دۍ. د وګړو د سرشمېرني وېش یې په داسي توګه شوی چي ۴۱۹۳۰۰ تنه یې نارینه او ۴۰۳۷۰۰ تنه یې ښځینه دي. 


بدخشان یوه غرنۍ سیمه ده چي په ډېره لږ کچه هواري ځمکي لري او په هره ناوه کي یې مست او ژور سیندونه بهیږي، له هري لاري سره یې جوخت سیندونه هم مزل کوي. د ډېرو اورښتونو او واورو په لرلو سره بدخشان تل په واورو کي نغښتلي سپین غرونه لري او په اوړي کي یې بیا نوموړي غرونه په زرغونو وښو او بوټو باندي وپوښل شی چي هر یو موسم پکي له خپله پلوه ځانګړي ښکلاوي ورکوي. د بدخشان د غرونو نوموړي واوري د امو د ستر سیند د سرچينې پیلامه ګرځي. بدخشان له خپله ځانه ډیري ښکلي نندارې لري. په غرونو کي یې ډېر ځانګړي بوټي پیدا کیږي چي له هغو څخه د ډېرو درملونو په جوړښت کي ګټه اخستل کيږي او یو لړ نور داسي توکي لکه مملایي چي د دردونو په درملنه کي او کرارولو کي ډېر ګټمېره دي په ډیره پراخه کچه په بدخشان کي موندل کيږي. په نوموړي سیمه کي ګڼ شمېر د نړۍ ډیري لوړ ارزښته ډبري او غمي لکه لاجورد، پېرورزه، لال او داسي نور هم په پراخه کچه شته دي.


که چیرته د بدخشان په ولایت کي پخې لاري وغزول شي، مېلمستونونه، او نور اړوند ځایونه او څیزونه جوړ کړل شي نو بدخشان به د نړیوالو په مخ کي د ټوریزم او نندارې لپاره د پام وړ وګرځي چي له امله به یې نه یوازي سرکار ته بلکه د بدخشان استوګنو وګړو ته هم یوه ښه پانګواله پیلامه وګرځي.


د بدخشان ولایت د وګړو لوړه کچه د هوارو ځمکو د لږوالي له امله غرنی ژوند لري او د کروندې لپاره هواري ځمکي نلري خو په ترځ کي پراخي د څارویو مالدارۍ لري. د نننیو څېړنو په بنسټ د بدخشان ولایت خلک په پرتلیزه توګه لږ پانګوالي لاسته راوړني لري.


د افغانستان د نورو ډېرو سیمو په څېر تر اوس مهال پوري یوازي د تخار مرکز تالکان ښار او بدخشان مرکز پیزاباد ښار تر منځ پرته لویه لاره چي په ډېر غټ لګښت سره د کوریایانو په لاس پخه جوړه کړل شوه په نور ټول بدخشان کي یوه هم پخه لاره نشته.


د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه چي د بهر له هواري څخه (۷۴۸۵) متره لوړه ده د بدخشان ولایت په پامیر اولسوالي کي ځای لري چي کله نو نومیږي. له بهر څخه د ډېر هسکوالي په لامل د پامیر خلک ډېر مهال خوب په ناسته کوي او د اټموسپیر د ټیټ ټکي له امله د نوري نړۍ خلک هلته په تګ سره ساه لنډي پېزوي خو ځایي وګړي یې ورسره روږدي دي. خلک یې ټول په کېږدیو کي کوچیانه ژوند تېروي. د ډېرو څارویو په لرلو سره د پامیر خلک د یو ډول غرنیو مېږو چی اوږدې وړۍ لري کورت او ملایي جوړوي چي یو ډول بېل خوندور او غښتلي خواړه دي چي ډېر د ستایني وړ دي. نوموړي سیمه ډیري زلزلې لري چي ټکان یې ډیر مهال په بدخشان کي له پامیر څخه ډیري لیري پرتې سیمي هم ښوروي.


په بدخشان کي یو لړ نوري هم داسي سیمي شته چي له ډېرو اړخونو وروسته پاتي دي، چي له دې کرښي څخه واخان د یادوني وړ دۍ ځکه چي د نن ورځي په پرمختللي نړۍ سربېره تر واخان پوري د تګ راتګ لپاره په لاره کي له داسي تنګیو څخه تېرېده پکار دي چي د موټر د تېرېدو په کچه پراخي ندي او له امله یې د واخان خلک تر نوموړو پېچومو او تنګیو پوري تر رسېدو وروسته نور مزل په پښو او یا خرونو او اسونو باندي کوي. د داسي څرنګوالي له امله د افغانستان د نن ورځي د مخابراتي چارځیونو (کمپنیو) له كرښي څخه یوازي یوه د روشن چارځي مخابراتي ستنه (پایه) ولاړه ده چي د هغې ستني لپاره هم ټول ودانیز توکي په چورلکو کي رسول شوي وو. د واخان خلک د کیت (مذهب) له پلوه ایسمایلیه شویه دي او ځكه هم د نوموړي سیمي خلک د اغاخان ډیر تر پام لاندي دي او تر هري شوني پولي پوري مرستي ورته رسوي چي ښه بېلګه یې د افغانستان د روشن چارځي نوموړي ستنه ده ځکه چی د روشن چارځي چېښتن پخپله اغاخان دۍ. په واخان کي خلک خپله پېرودنه او پلورنه په ګاونډ کي د نژدې پراته تاجکستان له بازارونو او هټیو څخه کوي او د خپلي لرږغوني (تیلیفوني) ستونځي په لامل له تاجکستاني سیم کارتونو څخه کار اخلي ځکه چي د واخان سیمه تاجکستان ته د نژدې والي له امله د هغه ځای مخابراتي څپې خپروي.


د هر ځای د ځانګړنو په څېر د بدخشان خلک هم له ژبني توکمیز او دودیز پلوه ځیني ځانګړني لري لکه! په بدخشان کي خلک یو ډول ځانګړی چای په یوه ځانګړي نوم باندي چښل کيږي، چي نوموړی چای دوی په خپله ژبه شور چای بولي. لکه څرنګه چي په نورو ځایونو کي خلک د شیدو چای پخوي او د شیدو چای یې بولي چي په دري کي ورته شیرچای وایي، خو نوموړی چای چي شورچای یې بولي لږ توپیر لري. دا چای هم له شیدو څخه جوړیږي خو پکي د بورې پر ځای مالګه اچول کیږي او مالګه له شیدو سره په ګډېدو ځانته یو بل ډول خوند اخلي چي د بدخشان اوسېدونکي یې په ډېره لیوالتیا سره چښي.


په بدخشان کي یو بل نوم هم د ستایني وړ دۍ، او هغه نوم باسمچ دۍ، چي د روسي ژبي ریښې لري ګوا په روسي ژبه کي باسمچ دوښمن یا غلیم ته ویل کیږي او په بدخشان کي په یوه وړوکي شانته توپیر سره د مجاهد د نوم لپاره د باسمچ نوم هم کارول کيږي.


له توکمیزه پلوه د بدخشان ښځي په برغو توګه په ونه جګي او د ښو سیکو چېښتني دي. کورنی واک د دې سیمي په خلکو کي د کور د ښځو په لاس کي دۍ او د نور افغانستان په پرتله د بدخشان میرمني نابندیزه او خپل سری ژوند لري او په اوسنیو وختونو کي یې ښځینه وګړي له نارینه و څخه ډیري ښوونځیو ته ځي او په زده کړه بوختي دي.


د سرکاري برېښنا په نلرلو سربېره هم د نوموړي سیمي خلک له برېښنا څخه ندي بې برخي ځکه چي د بدخشان په هره ناوه کي ډېر ژور او مست سیندونه بهیږي او د هر کلي خلکو پخپله له نوموړو اوبو څخه په ګټه اخستني ځانته د برېښنا هوسایي چمتو کړي او په تیاره ماښام د ټولو کورونو برېښنایي ګروپونه د سترګو تر مخ ځلېږي.


د بدخشان په خلکو کي هسي یوه بودهه او کیسه هم شته چي په پخوا وختونو کي یو ډیر روهاني او له بدو لیري پیر اوسېده چي د سیمي له هره ځایه به یې لیدنه کوله او هر ځای ته په رسېدو به یې خلکو ډېر تود هرکلی کاوه نو په خپل وار سره د بدخشان نننۍ یوې اولسوالي ته چي مخکي له دې کیسې څخه بل څه نومېدله خو اوس مهال جرم نومیږي ولاړ. په نوموړي اولسوالي کي خلکو د ده په روهانیت او سپېڅلتوب کي  شک درلود نو د ازمایښت لپاره یې پیر ته د شپې په ډوډۍ کي د پشي غوښه پخه کړه تر څو پیر ځانته وارزوي. د بدخشان د خلکو له کوله، کله چي پیر ته ډوډۍ کېښودله شوه نو پیر په خپلو کراماتو سره وپوهېده چي پشي پخه کړل شوي ده، نو پیر ډوډۍ ته ور پو کړل او سمدلاسه له کاسې په ژوندۍ بڼه پشي وځغستل او پیر له خلکو خوابدی راروان شو او ښیراوي یې ورته وکړې تر څو تل له ښادي ورځي بې برخي شي او له خلکو سره په لانجو کي ښکېل پاتي شي. نو د خلکو له کوله هم هغه دۍ چي د جرم خلک له خویه یو څه جنجالي او ژر لانجه کونکي دي، او په نوموړی سیمه د جرم نوم هم له هغه مهاله پاتي شوی کله چي دوی د نوموړي پیر په وړاندي په یاد شوي یوه جرم باندي لاس پوري کړ.