پرون په کندهار کي د عبدلحي په وژلو سره ددغه ولایت د وژل سو قومي مشران شمېر ۴۰۰ ته ورسیدﺉ.
غم هم اندازه لري، وحشت هم اندازه لري، ظلم هم اندازه او غیر انسانیت هم اندازه لري خو متاسفانه دې ټولو خپل جلونه په ګران او د تاریخه ډک کندهار کي شلولې دي. ما تقریبا د یوه کال راهیسي په کندهار کي د قومي مشرانو پر وژلو تحقق کاوه او تقریقا تر کومه ځایه چي زما په توان کي وه په هغونه اندازه مي ددغو قومي مشرانو په اړه معلومات راغونډ کړل او څلور میاشتي وړاندي مي هغه تحققي راپور د رسنیو په واک کي ورکړ چي د ۳۵۳ ترور سوکندهاري قومي مشرانو معلومات په کي راغونډ سوي وو.
ددغه راپور تر خپرېدلو وروسته ما فکر کاوه چي نور به نو ارام کښېنم او پدې اړه به دا باب تړم خو سره لدې بیا به هم د کندهاري قومي مشرانو د ترور خبرونه تر ما پوري رارسېدل او ما به په خورا خواشني زړه په خپل هغه ډاټا بېس کي ور اضافه کول چي ما د ترور سو قومي مشرانو لپاره جوړ کړی وو.
دوې ورځي مخکي زما یوه ملګري چي په دغه تحقق کي یې زما سره مرسته کول راته وویل چي نور نو له دې کار څخه ستړی سوی دﺉ ګویا نور نو ستا سره همکاري نه سم کولای. خدای و رښتیا دده دغه جواب دا دﺉ اوس زما لپاره هم لاره اواره کړه چي ددغه کار سره نور مخه ښه وکړم.
خدای پاک انسانانو ته د زغم او غم ګاللو یوه اندازه ورکړې ده او که هغه اندازه ډکه سي نو ګویا انسان د غم ګاللو او زغم حوصله د لاسه ور کوي چي تقریبا زه اوس په همدغه مرحله کي قرار لرم.
دا زړه بداوی او خواشني څو لاملونه لري چي غواړم په لاندي ډول یې ستاسو سره شریک کړم:
کاشکي داسي وای چي کندهار ټول له یوه مخه په دې بل سوي اور کي سوځېدای د خواشنۍ ځای خو دا دﺉ چي پدې بل سوی اور کي ځینو خپلي ککرۍ وخوړې او ځینو بیا دونه ستمني پکي پیدا کړه چي زما غوندي خلک یې فکر لا هم نه سي کولای. په کندهار کي د شیرزیانو، کرزیانو، رازقانو، نقیبانو او مزلیانو لپاره د کندهار ددې مظلوم ولس د ویني بهیدل د یو خورا ښه تجارت بڼه غوره کړې ده او څومره چي امنیت خرابیږي هغونه د دوی ستمني ور سره زیاتیږي او دوی د بهرنیانو لپاره نور هم پسي هم کیږي او د هغوی د ساتني او اکملاتي کاروانونو لپاره یې د امنتي کمپنیو د کسانو شمېر زیاتیږي چي همدا شي دوی له خدایه پر اسمان غواړي نو دا چي اوس مځکي ته ورته راغلی دﺉ دوی یې هم په قدر پوهیږي.
د کندهار د بې کفایته ادارې په اړه خو بحث کول بیخي د وخت ضایع کول دي ځکه چي ددې ادارې په سر کي خو دونه بې کفایته کس قرار لري چي په کندهار کي په نیکټایې او دریشي کي ګرځي او خپلو سکرترانو ته یې ویلي دي چي دی د افغانانو سره په ناسته خپل وخت نه ضایع کوي او نه د هغوی لپاره وخت لري خو بهرنیان که هر وخت وغواړي دده لېدو ته ورتلای سي. په داسي حالت کي به نو سړی چا ته د امید سترګي ور واړوي؟ ګیله خو بیخي لیري خبره ده چي سړی یې په ذهن کي ګرسره راوګرځوي.
د امریکا د مشهور ډیپلوماټ او د بون د کنفرانس د مشر جیمز ډوبینس په وینا د سیاسي خودکش ولسمشر کرزي څخه چي تقریبا اته کاله وړاندي یې خپل ځان د ټوپکسلارانو په غیږ کي غور ځولو او د خپلو خلکو او قوم څخه په جلاوالي یې داسي سیاسي خودکشي وکړه چي جیبرانېدل یې بیا د کرزي په دې سیاسي ژوند کي امکان نه لري څه ګیله وکړي.
دروند لیکوال ښاغلي د ولسمشر کرزي په اړه څه ښه لیکلي دي:
د جمهوریس حامد کرزي د قدرت اته کلني دورې هیواد ته یوازي بدمرغي، د جنایت کارانو او جنګ سالارانو واکداري، اداری فساد او په نتیجه کی په تېره بیا د پښتنو په سیمو کی بې امنیتي او تباهي راوړه. کرزی به ملت ، په تېره بیا پښتنو ته څه جواب ورکوی؟ ځکه چی هغه په دې اته کلنه دوره کی پرته له دې چی د خپلو غوړه مالو دوستانو او د کورنۍ د غړو جېبونه په غیر مشروع پیسو ډک کړي دي ، پخپله یې د افغانستان د پخواني او معاصر تاریخ د تر ټولو بې ارادې، بې ادارې او کمزوري مشر په حيث د ارګ په طلایی قفس کی ژوند غوره کړی دی بل هیڅ نه دي کړی. د ده په اته کلنه دوره کي د هیواد ، په تېره بیا پښتنو، د کلیو او بانډو پر بېګناه خلکو باندي ، تقریبا هره ورځ، بمبارۍ سوي دي، د خپلو پلرونو او نیکونو خاوره ورته سره تبۍ ده او ګټه یې یوازي د ده تر بشپړی حمایې لاندی مخدره موادو د قاچاقبرانو ، چي څو ورځي مخکي یې پنځه تنه، قانون او قضا ته د ټولي بې احترامي په کولو سره ، خوشي کړل، جېبونو ته ځي. کرزي پخپله ټوله اته کلنه دوره کي، د ګوتو په شمېر، پنځه اهل او پاک کسان نه دي مقرر کړي. په عوض کي یې په زرهاوو فاسد عناصر په کار ګمارلي او د ټولو فاسدو عناصرو تر شا ولاړ دﺉ. (۱)
خو متاسفانه ددې ټولو زور یوازي د تاریخي، لرغوني، مېړني او غیور کندهار او په مجموع کي د ټولو پښتنو تر زړه خیږي او بې ګناه بچیان یې هره ورځ پدې اور کي لولپه کیږي.
زما د یوه ملګري په وینا چي کله د دوه زره شپږم م کال په نیمایې کي د ژړۍ او پنجوایې ولسوالیو کي وژونکي عملیات تر سره سول نو د افغانستان د ملي اردو په اصطلاح لوی درستیز؟ دغو ولسوالیو ته سفر وکړ او د پاشمول په کلي کي د الوتکي د بم له کبله د انګورو پر یوه سوځېدلي واښکي یې سترګي ولګېدې سمدستي یې واښکی راپور ته کړ او په جیب کي یې واچوی خو کله چي کابل ته ستون سو هلته یې د شمالي خلکو ته په یوه ځانګړې ناسته کي وویل: کندهاریانو زموږ باغونه را وسوځل اوس دا دﺉ زه د دوی باغونه ور سوځم. نو په داسي حالت کي پر سړي د خلاصون ټولي لاري بندیږي.
زما ددې کار د درولو یو تر ټولو بل لوی علت د اسلام، د قران او پیغمبر د وارثانو په جامه کي د سترو او لویو شیطانانو یعني د طالبانو په نامه د ای، ایس، ای، ایم، ای، ۶ او سي، ای، اې د بچیانو د خپلي ټولني، خلکو او هیواد په وړاندي هغه غیر اسلامي، انساني او بشري عملونه دي چي دوی یې د اسلام تر چتر لاندي کوي.
تقریبا دوې اونۍ مخکي د کندهار د ډنډ په ولسوالۍ کي د یوه داسي کس واده و چي دوه کاله مخکي یې په حکومت کي وظیفه لرل خو ددې وروستیو دو کالو راهیسي یې خپله هغه وظیفه پریښي و او خپل شخصي کار یې کاوه. د واده ورا د زوم په شمول د ناوي کلي ته تللې وه او د نکاح تر مراسمو وروسته چي کله ورا د ناوي او زوم سره یو ځای د زوم د کور پر خوا روانه وه په لار کي طالبان ور ته و درېدل او هغه زوم یې د ناوي له څنګ څخه راکښته کړ او تر دوې ورځي وروسته یې هغه ناوي ته د تحفې په بدل کي د هغه جسد ور واستوۍ. پر لمانځه او د خدای په کور او په تش ګمان او شک وژل خو بیخي عادي خبره ګرځیدلې ده.
هر شهید په وینو رنګ دﺉ زه پر چا کفن اوار کړم؟
کومه ناوې دلاسا کړم کوم یتم قرار قرار کړم؟
د هغي ورځي په هیله چي افغانستان د افغانانو کور وي او نور پکي د مرګ او ژوبلي خبرونه نه وي.
________
ماخذ:
جهاني: چاته به رایه ور کوو؟ لیکوال جهاني عبدالباري جهاني، لروبر ویبپاڼه.