د هند په اوړېسه ايالت کي د سختي ګرمۍ له وجي ١٠٨ تنه مړه سوي دي.
د هندوستان د هوا پوهني اداره وايي سږکال به په ياده سوې سيمه کي د پروسږکال په نسبت د ګرمۍ درجه له څلورو څخه تر پنځو سانتي ګريډ پوري لوړه وي.
د اوړېسې ايالتي حکومت وايي دغه کسان په بارګرره وولسوالي کي مړه سوي دي.
که څه هم په ياده سوې سيمه کي د ګرمۍ درجه د سانتي ګريډ په حساب له ٤٢ څخه تر ٤٣ درجو ده، خو دا چي يادي سوي سيمي نسبتاً يخي علاقې دي، ځکه يې خلګ له لږ ګرمۍ څخه هم مري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه