د وسلوالو طالبانو يو تن وياندذبيح الله مجاهد لراوبر ويب پاڼې ته په يوه پيغام کې ويلې دي چې تيره ورځ دکندوزپه دشت ارچې ولسوالې کې تير ماذديګر ناوخته دځايي مليشوسره په قرلغو ،خليين اوشيروان کليوکې نښتې رامنځ ته شوي چې په پايله کې دهغه پروينا دځايي مليشويا اربکيانو دوه قوماندانان هريو قومندان صديق اوقوماندان خداي قل په ګډون 22 نور وسلوال وژلې شويدي.
خو له بل اړخه د دهمدغې ولسوالې ولسوال شيخ سعيدالدين بيا لراوبر ته زياته کړه چې په تيره شپه نښته کې چې د6 بجوماښام نه پيل اوبيا تر يوې بجې شپې يي دوام درلوده دوه مخالف وسلوال وژل شوي او يو پوليس ټپې دي . خو ځايي اوسيدونکې بيا پوليس مړ بولې .